د فيسبوک شريکانو د «مارک زوکربرګ» لرې کولو غوښتنه کړې

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۲۵ وری، ۱۳۹۸ل): د ټولنيزې شبکې مشهورې پاڼې فيسبوک شريکانو يا ونډه والو وړانديز کړی چې ددې شبکې مشر او بنسټګر مارک زوکربرګ له دندې لرې کړي.

د امريکا د ارزښتمنو پاڼو او بورس کميسيون ته ليږل شوې ليک کې دي چې “د دوه ګوني کلاس د ونډو د مالکيت حق زوکربرګ ته شپېته سلنه ونډه ورکوي، په داسې حال کې چې شورا آن د يوه خپلواک مدير په شتون کې هم د مارک زوکربرګ د صلاحيتونو د کنټرول محدوده وړتيا لري”.

دوی باور لري چې دغه وضعيت د فيسبوک مشرتابه او عمومي مديريت کمزوری کوي ځکه چې عمومي مدیر په شورا کې “خورا پیاوړی اغیز” لرلی شي.

همدا ډول د فيسبوک شريکانو ددغه ليک له لارې غوښتنه کړې ترڅو د مارک زوکربرګ پوسټونه يا ځړونې محدود کړي، ددوی په وينا دغه هم د فيسبوک عام مديريت کمزوری کوي.

نن د یکشنبې په ورځ د فيسبوک شبکې او ددې تر مالکيت لاندې شبکو؛ واټساپ او انسټګرام د يو لړ تخنيکي ستونزو له کبله په موقتي ډول کار پريښی و چې وروسته دغه ستونزه حل شوه.

د يادونې ده چې په تېره نږدې کې فيسبوک د يو شمېر ستونزو سره مخ دی، او په دې لړ کې يې مالک «مارک زوکربرګ» په ملياردونو ډالر جريمه او له نورو تاوانونو سره مخ شوی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د