زلمی خلیلزاد: افغانستان له څو لسېزو په جګړه کې دی، دا جګړه موږ نه ده ورباندې تپلې

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۸ل): د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وايي، موږ په افغانانو جګړه نه ده تپلې افغانستان کې له لسیزو راهیسې جګړه روانه ده او خلګ یو له بل سره په جنګ دي.

خلیلزاد دغه څرګندونې د طالبانو هغه اعلامیې ته په غبرګون کې کړې چې امریکایان پکې د افغانستان د جګړي اصلي عاملین او د بشرضد جنایتونو زېږوونکي بلل شوي وو، نوموړي په دې تړاو په خپل ټويټر لیکلي « دغه جګړه موږ په افغانانو نده تپلې، لسيزې تېرې شوې چې په افغانستان کې خلګ یو له بل سر ه په جګړه اخته دي او لسګونه بې ګناه انسانان یې تر منځ وژل شوي، افغانان اوس د نوي جګړه ئیز فصل د پیلېدو په ځای د پرمختګ بلې لارې ته په تمه دي».

خلیلزاد وړاندې زیاتوي « موږ ځکه له طالبانو سره خبرې شروع جګړې چې ومو لیدل جګړه د حل لاره نده، د خبرو په دوران کې ما څو ځله د تشدد د راکمولو په هدف وړاندیزونه وکړل مګر طالبانو دا وړاندیزونه رد کړل او تشدد یې لا وغځاوه، اوس دې افغانان پریکړه وکړي چې؛ د طالبانو اعلامیې چې نور تشدد زېږوي د حل لاره ده او کنه؟».

د خلیلزاد په وینا «د تشدد د راکمولو یوازېنۍ لاره داده چې هر اړخیز اوربند وشي، نو طالب مشران دې خپل مرکچي پلاوي ته اجازه ورکړي څو له موږ سره په دې تړاو وغږېږي او موږ به دا قضیه مخ په وړاندې بوزو».

خلیلزاد په پای کې ادعا کړې چې؛ یوې پایدارې سولې ته د رسېدو لپاره افغانان هر اړخیز اوربند غواړي او د امریکا متحده ایالات د افغانانو تر څنګ ولاړ دي.

یاده دې وي چې؛ څه موده وړاندې طالبانو د نویو پسرلنیو عملیاتو تر اعلان وروسته د زلمي خلیلزاد په ګډون ګڼو امریکايي چارواکو طالبان د تشدد په پراخولو تورن کړل او له هغوی یې وغوښتل څو د یادو عملیاتو اعلان بېرته واخلي چې په غبرګون کې یې طالبانو د یوې اعلامیې له لارې امریکایان د روانې جګړې پیلوونکي او د بشرضد جنایتونو زېږوونکي وبلل او هغوی یې د عامو وګړو، ښوونکو او زده کوونکو په وژنه تورن کړل او له ترې ویې وغوښتل څو خپل مسئولیت درک کړي.

طالبانو همدا راز خپله جګړه مشروع او د ارزښتونو ددفاع په برخه کې یو اړین ګام وباله « دا جګړه ستاسو له خوا پرموږ تپل شوې ده،له خپل سر، مال، ناموس، هیواد، دین او حدودو څخه دفاع کول د هر هیواد او انساني ټولنې حق دی، په تیره بیا افغانان په دې کار کې د نړۍ له هر بل هیواد څخه حساس دي او امتیازي حیثیت لري».

هېره دې نه وي چې د طالبانو او امریکا تر منځ توند غبرګونونه داسې مهال سره تبادله کېږي چې تمه ده څو اونۍ وروسته خلیلزاد یو ځل بیا قطر ته ورشي او هلته له طالب مرکچي پلاوي سره د خبرو مېز ته کېني.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
منتقم منګل
میلمه
منتقم منګل

اشعال د ټولو بدبحتیو مور ده؛ تر څو چی اشعال وی همدا به حال وی. ټول افغان ولس زر تر زره د اشعال خاتمه غواړی.

هيښ ويښ
میلمه
هيښ ويښ

خليلزاد اوس نو ښکاره درواغو ته پناه يووړه . د امريکايي نظامي تجاوز او اشغال نه مخکې خو د ملک په ۹۵٪ خاوره کې امن او ارامي وه . تنظيمي او کمونيستي جنګي جنايتکاران او ملي خايينان څوک دوطن نه تښتېدلي و او ځنې يې په غارونو کې دعدالت نه پټ او د خپلې جزا په انتظار وو . لاکن همدا د امريکا وحشيانه يرغل سوله او قانونيت په جنګ او وحشت بدل کړل . د افغانستان دجنګي جنايتکارانو او ملي خايينانو په مړژواندي وجود کې يې د جنګ او شرارت روح ورپوف کړ او په يوه جنګ ځپلې هېواد… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د امریکائیانو او شورویانو توپیر پدې کی دی چي:
شورویان خره وه او امریکائیان خائنان دی.

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

غ.حضرت

د امریکائیانو او شورویانو توپیر پدې کی دی چي:
شورویان خره وه او امریکائیان خائنان دی.
البته
د افغان ملتیانو،پاکستانی مُلایانو،ګیلانیانو او د هغوی د مریدانو،د بی بی سی د مَیَنانو، طالبانو کرامو ،د هلمند د تاریاکو د تجارانو ،د غنی د حکومت دوه ویشت فیصده متصدیانو او پارلمانیانو او سناتورانو او جنرالانو مخته دی ډېره ډېره حیاء وی (انګرېزان) هم د شیطان د مدرسې سرمالیمان دی.