استراليا د نړيوال جام لپاره پنځلس کسيزه لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ٢٦ وری، ۱۳۹۸ل): د استراليا کرېکټ بورډ او غوراوې کمېټې د راتلونکي کرېکټ نړيوال جام لپاره د وروستۍ پنځلس کسيزې لوبډلې نوملړ چې لوبډلمشري به يې ارون فينچ کوي په ډاګه کړ.

په دغه ليست کې له تېر يو کال راهيسې له بند سره مخ دوه لوبغاړي (ډيويډ وارنر او سټيو سميت) هم راستانه شوي او په نوملړ کې ځای ورکړل شوی دی.

دوی په لوبډله کې دوه سوکه توپ اچونکي نيت لاين او اډم زمپا، پنځه چټک توپ اچونکي ميچل سټارک، نيتن کورټي نايل، جای ريچرډسن، پيټ کمينز، جيسن بيهنډروف، او دوه تکړه آلراونډران ګلين ميکسويل او مارکس سټوينز شامل کړي دي.

د استراليا پنځلس کسيزې لوبډلې نوملړ په لاندې ډول دی:
ارون فينچ (لوبډلمشر) سټيو سميت، ډيويډ وارنر، اليکس کيري «ويکټ کيپر» شان مارش، عثمان خواجه، ګلين ميکسويل، مارکس سټواينز، نيتن کورټر نايل، اډم زمپا، نيتن لاين، جای ريچرډسن، ميچل سټارک، پيټ کمينز او جيسن بيهنډروف دي.

په دې لړ کې افغانستان لوبډله اوسمهال په سويلي افريقا کې د ۲۵ کسيزې لوبډلې سره په تمريناتو بوخته ده چې وروستۍ لوبډله به ډير ژر اعلان کړي.

د يادونې ده چې د نړيوال جام لپاره چې د مۍ مياشتې په ديرشمه نېټه پېل کيږي، له دې وړاندې يوازې نيوزېلنډ لوبډلې د لوبډلې نوملړ په ډاګه کړی، ددې لپاره د کرېکټ نړيوالې شورا لخوا د اپريل ۱۸مه وروستۍ نېټه ټاکل شوې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د