افغانستانخبرونه

لغمان: چاودنې۱۷ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۸ل): د لغمان ولایت په مرکز «مهترلام» کې چاودنې ۷ ماشومان وژلي او ۱۰ نور ټپیان کړي.

د لغمان د والي ویاند «اسدالله دولت زی» په دې اړه رسنیو ته وویل «پېښه تېره ورځ «یکشنبه»  ماځیګر څه باندې ۵ بجې د مهترلام ښار په بصار نومي سیمه کې رامنځته شوې.

د دولت زي په وینا؛ چاودنه د ماشومانو د لوبو په مهال د هاوان د یوې ناچاودې مرمۍ له امله رامنځته شوې.

د لغمان د ولایتي شورا غړی «ګلزار سنګروال» هم یاده پېښه تائیدوي او په وینا یې «ماشومانو د راکټ ناچاوده مرمۍ په یوه ویاله کې پیدا کړې وه، کله چې یوه ماشوم کوښښ کاوه هغه راوباسي انفجار رامنځته شوی او شاوخوا ماشومان پکې وژل شوي چې د ټولو عمرونه تر ۱۵ کلو کم دي».

د لغمان د عامې روغتیا رئیس «عبدالمعروف جلیلي» بي بي سي ته ویلي چې ؛ دپېښې له ځایه ورته ۷ جسدونه او ۱۰ ټپيان وروړل شوي، نوموړي د ټپيانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ وباله.

ماینونه او ناچاوده توکي د افغانستان د جګړې یو ناولی میراث دی چې د وروستیو څېړنو په اساس؛ هره میاشت د څه باندې ۲۰۰ افغانانو ژوند اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x