
د نړۍ تر ټولو سترې الوتکې په لومړي وار الوتنه وکړه – ويډيو او انځورونه
نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۸ل): د نړۍ لومړۍ تر ټولو ستره الوتکه چې د فوټبال لوبغالي د پراخوالي په اندازه ځای نيسي په لومړي وار الوتنه وکړه.
دغه الوتکه چې وېنګسپن (wingspan) نوميږي د مايکروسافټ شرکت پخواني ونډه وال پال الېن لخوا جوړه شوې ده.
د سټراټولانچ (Stratolaunch) شرکت لخوا چمتو شوې الوتکه کولای شي له لس کيلو ميتره مزل وروسته سپوږمکۍ فضا ته خوشې کړي.
ددغې الوتکې پراخوالی ۱۱۷ متره دی چې د يوه فوټبال لوبغالي په اندازه ځای نيسي، ويل کيږي که دغه پروژه بريالۍ شي د توغندي په واسطه سپوږمکۍ ته د توکو استول به ددغې الوتکې له لارې نور هم اسانه شي.
دغې سترې الوتکې چې شپږ ماشينونه لري په لومړي وار څلور نيم کيلو ميتره مزل کړی، چې د سرعت کچه يې په يوه ساعت کې ۲۷۴ کيلو ميتره او د یل راهور له مخې ۳۰۴ کيلو ميتره ښودل شوې ده.
ددغې الوتکې جوړولو هدف فضا ته د سپوږمکۍ استول دي، همدا ډول د برتانيا يو ملياردر هم د ورته کار لپاره يوه ستره الوتکه جوړه کړې ده.