د ګډ حکومت پیل، اشرف غني، عبدالله عبدالله او جان کېري

ارګ: د مشورتي لویې جرګې په تړاو د «عبدالله عبدالله» شکایتونه اورو

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د ګډ حکومت اجرائیه رئیس او د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر «عبدالله عبدالله» په مشورتي لویه جرګه کې ګډون رد کړ او څرګنده یې کړه چې  په دې اړه ورسره سلا مشوره نه ده شوې ارګ یې په غبرګون کې ویلي چې؛ دوی به د عبدالله عبدالله سلا مشورو ته غوږ ږدي او په دې تړاو به یې ستونزې  اوري.

د ارګ ویاند «هارون چخانسوري» په دې اړه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي « د ثبات او همپالنې ټیم تر دې مهاله د جمهوررئیس محمداشرف غني سره د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه اندېښنې او شکایتونه نه وو شریک کړي، مګرپه پام کې ده چې ولسمشر غني به له ډاکټر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې په دې اړه د ده اندېښنې او شکایتونه واوري او مناسب تصامیم به ونیول شي».

یاده دې وي چې عبدالله عبدالله تېره ورځ د خپل ټاکنیز ټیم په نمایندګي په مشورتي لویه جرګه کې ګډون ردکړ او یاده جرګه یې یوه بې ګټې او په روانو حالاتو بې اغېزې راټولېدنه  وبلله.

تر عبدالله عبدالله وړاندې هم ځینو سیاسې څېرو مشورتي لویه جرګه د ټاکنیز کمپاین هڅه او ځینو «سفارشي» جرګه بللې وه، طالبانو هم په یاده جرګه کې ګډون رد کړی وو او له خلګو یې غوښتي وو څو د ګډون لپاره دې یادې جرګې ته نه ورځي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د