استاد محمد زمان مزمل

له تروریزم سره غوټه کړل شوی سیاسی اسلام

استاد محمد زمان مزمل

دا چې په افغانستان کې اسلامي ډلو اول د خپلو سیکولرو په وړاندی او بیا د شوروی اتحاد په وړاندی یې یوه لویه فتحه په نصیب شوه دا پکې یو سیاسی مستقر نظام لاسته راوړنه نه وه ځکه اسلام من حیث یو حکومت او یو بدیل خپله په مخکې نور پړاونه لری چې د هغو په وهلو ایله دغه ځای ته رسیږی.
په نړۍ کې دا یو غلط فهم ده چې د افغانستان جنګې ډلې او د هغوی په حاشیه کې ټوکیدلې ډلې د یو اسلامی بدیل په توګه تلقی او مطرح کړی او د هغوی کردار او هر څه یې د سیاسی اسلام په عنوان داسی مطرح کړل چې د هغوی هره ښویدنه او اشتباه پکې مخامخ د اسلام سره غوټه کړی او په همدی باندی د یو بدیل حساب وکړی چې اصلا دا خپله یوه لویه اشتباه ده.
اسلام پخپل فکری او تمدنی چوکاټ کې د یو هیواد د یوی ډلې د سوچ او عمل نه ډیر لوی دی.
معاصر مسلمانان پخپلو کې په بلا معتدلو او افراطی ډلو ویشل شوی چې دغه اختلافات او پکې شاذ، نادر او ناشنا کردارونه د دغو خپل کار دی ولې اسلام پخپل ماهیت کې ته دغو پرته او پورته یو معتدل دین دی.
د شلمې پیړۍ په وروستیو کلونو کې غرب او امریکا په ځینو مسلمانانو شرائط راتنګ کړل او هغوی یی تر حد زیات وکړول نه دا چې د غرب او امریکا په وړاندی حساس شول بلکې په اسلامې نړۍ کې د ټولو حکومتونو او ډلو په اړه حساس شول او زیات ځوانان جبراً په یوه غبرګون کې ننوتل او یا استخباراتی کړیو په نهضتونو کې د پنځم ستون په وسیله یې یو بی تدبیره غبرګون ته داخل کړل چې د همدی کمزورۍ نه په ګټه غرب ډیری ډلې او سیاسی اسلام له تروریزم سره وتاړه او د دغو ډلو په عمل او پلان باندی د حساب له مخی ځینو لیکوالانو دغه مات او غلط کردارونه د سیاسی اسلام د ماتی په عنوان نتیجه ګیری کړل.
کله چې امریکا او غرب سیاسی مسلمانان له تروریزم سره غوټه کړل پاتی ټول یا زیات د امریکا د تجاوز په اړه بې تفاوته یا د امریکا سره ملګری شول.
مسلمانان او ډلې اصلی مسلمانان یا معتدل مسلمانان ونومول او په دې ډول غرب مسلمانان پخپلو کې د امریکا په وړاندی سره تقسیم کړل او پدې ډول ډیری مسلمانان د تروریزم په پلمه د خپلو مسلمانانو ورونو په مقابل کې واقع شول لکه ډیری مجاهدین او سیاسی مسلمانان هم د خپلو ډلیېزو افکارو په حساب د خپلو مسلمانانو سره هم هاغه عمل کوی چې له خپلو بهرنیو مخالفینو سره یې چې کوی.
حقیقت دا دی چې د افغانستان په چانسونو ولاړ جهاد او نیمه فاتح جنګ باندی حساب کوونکیو مسلمانانو لویه اشتباه وکړه چې د شوروی د ماتی او انحلال هر څه یی د افغانی مجاهدینو فتحه حساب کړه او په همدی تجربه یې د هغی امریکا سره د ټکر سلسله پیل کړه چې نه مجاهدینو د هغه لپاره د افغانستان ورته چانس درلود او نه امریکا د شوروی په شان بل سیاسی نړیوال مخالف درلود چې د هغه د مخالفت په پارولو د جنګ فتحه د افغانستان تجربی ته وروښویوی.
دریمه او لویه غلطی پکې دا شوه چې د امریکا سره په ټکر کې لویدلو مسلمانانو لکه د افغانستان د تیری تجربی په شان په یوه مرکزیت باندی بسنه ونه کړه او هغوی په اسلامی نړۍ کې خپل مقاومت په هر هیواد او بهرنی هیواد کې پیل کړ او هغوی خپل لنډ تدبیر او محدود امکانات په داسی یو چلنج او جنګ کې توزیع کړل چې د دغو نویو اسلامپالو وروستۍ ټکر او جنګ د اکثریت مسلمانانو باور او همکاری پکې له لاسه ورکړه او دغه کردار سیاسی اسلام ته د تروریزم هغه عنوان ورکړ چې د نصاراو په ځای ورته جاهل او عقده مند مسلمانان زیاته پروپاګنډه کوی.
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

زه خو پوه نه سوم چي مزمل صاحب څه ویلی دی.