ګلبدین حکمتيار

حکمتيار: راسره شوی تړون ۹۵ سلنه نه دی عملي شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶وری، ۱۳۹۸ل): د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار یوځل بیا له حکومته شکایت کړی چې د ورسره شوي تړون پنځه نوي سلنه غوښتني یې نه دي منل شوې.

نوموړی وايي، له حکومت سره د سولې دا معاهده لیک یې په خپل لاس ليکلې او د ټولو شرايطو د منلو ژمنه راسره شوي وه، خو تراوسه یوازي ۵ سلنه عملي شوي.

حکمتیار وايي، جنګ يې د افغانستان په ګټه نه و، له سنګره يې په کابل کې پاتې کېدل بهتره و ځکه يې له جګړې لاس واخيست او کابل ته راغلی، خو په وینا یې، ډېر تأسف کوم چې د معاهدې د هر بند ګام په ګام مخالفت شوی دی.

حکمتیار زیاتوي، په معاهده کې راغلي و چې د دوو میاشتو په موده کې به يې ټول بنديان خوشې شي، مګر په وینا یې، دوه کاله تيريږي چې په ګڼ شمير بنديان يې لا هم په زندانونو کې پراته دي.

حکمتیار وایی، ژمنه راسره شوې وه چې ټول وسله وال او ملکي پرسونل به یې په امنيتي لیکو او دولت کې مدغم شي خو تر اوسه يو فرد هم پکې نه دی مدغم شوی.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې په سوله کې يې څومره ګټه کړې وویل: (دا چې زه نن په کابل کې یم دا کافي ده) او کابل کې به خپل حضور قانع او راضي یم.

ګلبدين حکمتيار د ۲۰۱۶م کال په ستمبر مياشت کې د ګډ حکومت سره د سولې هوکړه لاسليک کړه چې په وينا يې لا يې هم پنځه نوي سلنه مادې نه دي عملي شوي او ګڼ شمير بنديان يې په زندانونو کې دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
7 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
پتنګ
میلمه
پتنګ

الله پاک د نور هم وشرموه م### ټولې خبرې دې ضد او نقیض دي ! شیطان د الله دربار ته ډیر نږدې وو خو کله یې چې بې امري او خود خواهي وکړه نو رټلی شه ، ستا باندې هم د شیطان لوبه شوې !

پټان لالا
میلمه
پټان لالا

غوربندي
میلمه
غوربندي

حکمتيار صاحب

د طالبانو د دريځ تاييد او ملاتړ وکړی،،، دا ستاسو ايماني وجيبه ده.

دا به نو تاسو ته مالوم وي چې د تړون يا که خفه کيژی نه تسليمی پنځه فيصده مواد کوم دي چې له تاسو سره پرې عمل شوی زه باور لرم چې هغه به هم تر بهزنيانو پورې تړاو لري.

نتيجه دا چې ګوډاګی اداره د هيڅ شي واک نلري.

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

جوړ په خیر.
غوربندی ته.
حکمتیار صاحب څخه دپنجابی ګوډاګی توب، او تالی څټل طالیبانو فتح کړ.او حکمتیار صاحب هم د پنجابی ګوډاګی توب او تالی څټل طالیبانو ته ور پریښود.
اوس حکمتیار صاحب د وږی تږی تور پنجابی له پنجی څخه اذاد دی.ډالر ایرو توری کڅوړی وړی راوړی،دا د دحق دی.څلویښت کاله یی جنګ ورته وکړ.

عظیمی
میلمه
عظیمی

دا هم د اشرف او عبدالله سکه ورور دی یوازی ځان ورته مطرح دی اوبس. نور نو د نورو د ساعتیری نانخکی ده. دومره ده چه عینکی، لنګوټه اوکله ناکله پکول په سر او ګیره لری. چه خفه شی په شیکایاتو شروع وکړی. دا چه ته ازاد ګرځی او لوکس ژوند لری داهم ستا د خدمت نتیجه ده چه خپل بادار ته دی کړی ده. که نه نو ته ښه پوهیږی، چه ستا ځای چیرته دی؟

طیب
میلمه
طیب

نو غلامي دي هم ٥ فيصده ده آغكه

Adam Khan
میلمه
Adam Khan

Sallam. When Hekmatyar joined the regime, most of his mujahedeen joined the Taliban and left Hekmatyar alone in Kabul with Gahani. Ghani also released a handful of Hekmatyar mujahedeen and they also went to the mountains to join the Taliban so now again Hekmatyar is completely alone. Ghani brought Hekmatyar to gain support from the Afghans and mainly Pakhtoon tribes but it did not work Now if Ghani releases all the Hekmatyar Mujahedeen from prison, they would all go to join the Taliban. OK Hekmatyar saib it looks like you are not smart and now let the Taliban take your… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

کله کله چی ګلببو وينم پر ځان می شک پيدا شی او پا ک الله ته خواست وکړم چی الهی آخره مو راسمه کړی ، يو وخت پر ما ډير ګران و ، د ډير غرور درلود چی همدا غرور او د قدرت ليونتوب ګمراهی ته ټيل وهه او وينو چی څومره ذليله دی د کفارو او منافقينو په ۵ سلنه نه دی خوښ غواړی چی په منافقت او فساد کی ښه پوره او لويه ونډه ولری .
زما په اند ګلببو نوره د جوړيدو نه ده ، څوک چی الله(ج) ګمراه کړی د هغه لپاره لار ښوونکی نشته .