خوست: د واده په مراسمو ډزو کې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶وری، ۱۳۹۸ل): په خوست ولايت کې په يو واده د وسله والو په ډزو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.

د خوست د والي وياند طالب منګل رسنيو ته ويلي دي چې ياده پيښه د خوست د تڼيو ولسوالۍ په درګۍ سيمه کې رامنځته شوې ده.

منګل ويلي دي چې په پيښه کې وژل شوي کسان د واده د کور ميلمانه وو.

هغه ويلي دي چې د پيښې انګيزه تر اسوه نه ده معلومه خو په وينا يې چې سيمې ته د څېړنو له پاره دولتي پلاوی استول شوی دی او له څېړنو وروسته به د پيښې څرنګوالی معلوم شي.

بل لور ته د تڼيو ولسوال زمري حقمل ويلي دي چې يو تن د نشې په حالت کې د واده په ګډونوالو ډزې وکړې او له پيښې وروسته وتښتېد خو پوليسو يې د نيولو هڅې پيل کړي دي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې ځينې وخت د شخصي دښمنيو له امله د خوښيو په پيښو باندې بريدونه ترسره شوي دي چې د کورنۍ د غړو سربيره پيښو ته بلل شويو ميلمنو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابونظام خوستی
میلمه
ابونظام خوستی

کوم عاشق به وا
زکه چی نن صبا د سریالو لا برکته د خوست حالت ډیر سخت خراب دی