سرچينه: افغانستان د قطر بين الافغاني ناستې ته پلاوی وټاکه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې په اړه د بین الافغاني ناستې دوهمې غونډې ته له ډېرو لانجو او اختلافونو وروسته افغانستان خپل پلاوی وټاکه.

بي بي سي ته يوې دولتي سرچينې ويلي دي چې د پخلاينې مشرتابه شورا سره د څو ورځو د جر او بحث وروسته يې د قطر بين الافغاني ناستې ته شاخوا ۱۵۰ کسيز پلاوی ټاکلی دی.

سرچينې ويلي دي چې په دې کسانو کې به د افغانستان ځينې وزيران، واليان، د سياسي ګوندونو مشران او د ښځو استازې شاملې وي.

تر دې وړاندې له افغانستان څخه د قطر بين الافغاني ناستې ته د غړو ټاکلو په سر اختلافات او ناندرۍ موجودې وې چې د پخلاينې د مشرتابه شورا وياند عمر داودزي هم ويلي وو چې د قطر د غونډې له پاره د خلکو په ټاکلو کار روان دی خو لاهم نندارۍ او خنډونه موجود دي.

طالبانو هم تر دې وړاندې ويلي وو چې د قطر راتلونکې ناستې کې به د طالبانو شاوخوا ۲۵ کسيز پلاوی ګډون وکړي چې په کې به د دوی د مرکچي پلاوي غړي هم شامل وي.

هغوی دا هم ويلي وو چې د قطر په بين الافغاني ناسته کې به هيڅوک د حکومت په استازيتوب ګډون نه کوي او هر څوک به د سولې او د افغانستان د قضيې د حل په اړه خپل نظر وړاندې کوي.

ټاکل شوې ده چې د قطر بين الافغاني غونډه د روانې ميلادي مياشتې په ۱۹ نېټه د قطر پلازمينه دوحه کې جوړه شي چې درې ورځې به دوام وکړي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

اوه! ۱۵۰ کسيز پلاوی ! حکومت پلوو پښتنو به ويلي وي«چي ډېری سي مرداری سي». نو ډېر نفر به ور ولېږو څو د سولي پر ځای مرداری جوړ سي. فارسي ژبو حکومت پلوو به ويلي وي چي ها ولا « قصاب که زياد شد ګاو مردار شد» نفرا را زياد بفرستين که سر وسربند صلح بالکل ګم شوه. حقيقت دادی چي دا خلک لور پر لوټه اچوي او سوله يې ګردسره په خيال کي لا نه ده. دا کلونه، کلونه مړه څوک سول او همدااوس څوک مري او دا خلک څوک دي او څه غواړي او په کومو فکرو کي… نور لوستل »

پتنګ
میلمه
پتنګ

همت صیب بله چاره نشته که نه وایمه نو له غمه وایم ،اولس خو اوس بیغیرته شوی، مفتخور او په شوکه اموخته شوی دی ! ددوی په سر به تل لوبې کیږي او لکه داور لر ګي داسې به استعمالیږي او هرڅوک به خپل تنور پرې تودوي ! پښتنو اوافغانو ته دې چې پيسې ورکړې نو هرشی درکوي او هره خبره او عمل دې زغمي ! که مړ اولس اولسي پاڅون ونکړي همد ا به یې حال وي اوهر څوک به ناموس ترې بیایې !! خدای پاک د داسې وچ لرګي پکښې پيدا کړي چې د ازادي اور پرې ولګیږي… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

دا سپکو خو ۱۵۰ استازی ټاکلی دا که ۱۵۰۰ هم وليږی د هغو څو درنو او د درنو استازوته به د ۱۵۰ خَسو وزن هم ونلری .