هند نړيوال جام لپاره د لوبډلې نوملړ اعلان کړ

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۸): د هند کرېکټ ملي لوبډلې د کرېکټ نړيوال جام لپاره د پنځلس کسيزې لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

د هند کرېکټ بورډ او غوراوې کمېټې لخوا په اعلان شوي نوملړ کې درې چټک توپ اچونکي (جاسپريټ بومرا، محمد شامي او بهوينشور کمار)، درې آلراونډران (هارډيک پانډيا، رويندرا جديجا او ويجي شنکر) او دوه سوکه توپ اچونکي (کولديو يادو او يوزويندر چاهل) شامل دي، چې ويجی شنکر، کی ايل راهول او دينيش کارتیک ته هم فرصت ورکړل شوی دی.

پنځلس کسيزه لوبډله په لاندې ډول ده:
ويرات کوهلي (لوبډلمشر)، روهيټ شرما، شيکر دهاون، ايم ايس دهوني، کی ايل راهول، ويجی شنکر، دينيش کارتيک، هارديک پانډيا، کيدر جادو، رويندرا جديجا، يوزوندر چاهل، کولديو يادو، جاسپريټ بومرا، محمد شامي او بهوينشور کمار.

له دې وړاندې نن د دوشنبې په سهار د استراليا لوبډلې هم پنځلس کسيزه لوبډله اعلان کړه چې پنځه چټک توپ اچونکي يې په نوملړ کې درلودل.

د نړيوالو مبصرينو په وينا چې هره لوبډله غوره چټک توپ اچونکي لري د نړيوال جام ګټلو چانس به يې د نورو په پرتله زيات وي.

يادو اټکلونو ته په کتلو د افغانستان ملي لوبډله د چټک توپ اچونکو له ستونزو سره مخ ده، چې زياتره يې د ټپونو له امله ډيره موده له لوبډلې بهر وو.