فراه: وسله والو د نجونو ښوونځی په بمونو الوځولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶وری، ۱۳۹۸ل): د فراه ولايت په مرکز کې تيره شپه نامعلومو وسله والو د نجونو يو ښوونځی په چاوديدونکو توکو الوځولی دی.

د فراه د معارف ريس محمد عظيمي وايي چې نامعلومو وسله والو تيره شپه د شهيد بنفشه په نامه د نجونو يو ښوونځی په بمونو الوځولی او ويجاړ کړی دی.

عظيمي ويلي دي چې ياد ښوونځي د فراه ولايت له مرکز نه په ۲۲ کېلو مترۍ کې پروت دی او د سيمې ګڼ شمير زده کوونکي په کې زده کړې کوي.

هغه ويلي دي چې له پيښې وروسته د ښوونځي ساتونکی هم تښتېدلی دی خو په وينا يې چې له دولتي چارواکو څخه يې د يادې پيښې د څېړلو غوښتنه کړې ده.

بل لورته د فراه د ولايتي شورا مرستيال شاه محمود نعيمي ويلي دي چې ياد ښوونځی د طالبانو له لوري الوځول شوی دی او زياته کړې ده چې طالبانو څو ورځې وړاندې د ياد ښوونځي د بندولو امر کړی و خو د فراه د معارف رئيس د ولايتي شورا مرستيال دا ادعا رد کړه او ويلي يې دي چې طالبانو ددې ښوونځي د بندلو امر نه و کړی.

تر اوسه د يادې پيښې مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

د يادونې وړ ده چې له ډېرو کلونو راهيسې د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې ښوونځي په بمونو الوځول کيږي او سوځيږي خو تر اوسه يې حکومت مخه نه ده نيولې.

طالبانو هم تر دې وړاندې ډېر ځله ويلي دي چې دوی په ښوونځيو بريدونو کې لاس نه لري او دا کار غندي.

بايد وويل شي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې د ښوونځيو څارنه د طالبانو له لوري کيږي او هغوی د زده کوونکو او ښوونکو حاضري او فعاليتونه له نژدې څاري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د