هلمند؛ د ۲۱۵ میوند قول اردو یو قومندان وژل شوی

ارشیف

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶وری، ۱۳۹۸ل): د هلمند ځايي چارواکي وايي د ۲۱۵ میوند قول اردو د یو کنډک قومندان د طالبانو پر کمین برابر شوی او ځای پر ځای وژل شوی دی.

قومندان جګړن شیر احمد د یادې قول اردو د درېیمې لوا د درېیم پلي کنډک قومندان و، چې د طالبانو په برید کې له منځه لاړ.

طلوع‌نیوز د ځايي سرچینو په حواله وايي، دې برید کې دوه عسکر هم وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

طالبانو تېره جمعه د «الفتح» په نوم پسرلني عملیات پیل کړل، چې تر اوسه يې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ګڼو عسکرو د وژل کېدو او پراخو سیمو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د دې تر څنګ طالبانو د عملیاتو له اعلان یوه ورځ وروسته بادغیس کې ۱۲۸ تنه نیول شوي عسکر سلامت خوشي کړي.

په ورته وخت کې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د وزیرو مانده سیمه کې یوه پوسته کې عسکر خپل قومندان او دوه ملګري وژلي او طالبانو ته ورغلی دی.

طالبانو دغه بریدګر خپل نفوذي ملګری بللی او ويلي يې دي چې قومندان کاظم او د هغه دوه ساتونکي وژلي او بریدګر دوی ته سلامت ور رسېدلی دی.