غزني؛ ولیعصر ښوونځي کې نیمه ورځ هلکان او نیمه ورځ نجونې درس لولي، خو امنیتي ځواکونو يې پر بام پوسته جوړه کړې

پوهنې وزارت: نور به ښوونځي د پوستو په ډول نه کارېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶وری، ۱۳۹۸ل): د پوهنې وزارت چارواکي وايي، روان کال کې يې د جګړې له ټولو اړخونو سره خبرې کړې، چې نور باید له ښوونځيو د سنګرونو په توګه کار وا نه خلي.

د دې وزارت ویاندې نوريې نزهت رسنیو ته ویلي، له ښوونځیو د پوستو په ډول ګټه اخیستل، هغه څه و چې د زده کوونکو د تګ مخه يې نیولې وه، خو په وینا يې له دې وروسته به داسې نه کېږي.

هغې ازادۍ راډيو ته ویلي: «کله کله به له ښوونځيو د نظامي پوستو په توګه کار اخیستل کېده، موږ وغوښتل چې دغه خنډونه د زده کوونکو له لارې لرې شي او له دې وروسته هیڅ یوه ډله د پوهنې کار کې مداخله و نه کړي.»

تر دې وړاندې بي بي سي په یوه تفصیلي راپور کې د روزګان ولایت اړوند ویلي و، چې ګڼ ښوونځي پر پوستو بدل شوي دي.hushdar-4-HELMAND

د سرچينې په وینا د مرکز ترینکوټ څنګ ته ښوونځی د افغانو عسکرو له لوري په مورچل بدل شوی او پر دې ښوونځي سربېره د ترینکوټ اړوند د سفید خار ښوونځی بله هغه ودانۍ ده، چې پر سر يې ملي بیرغ رپېږي او تر دېوالونو يې د وسلو خولې راوتلې دي.

هلمند یو بل هغه ولایت دی، چې د پوهنې چارواکو يې په مرکز او ولسوالیو کې پر دې اندېښنه ښوودلې وه چې ګڼې لېسې پر پوستو بدلې شوې دي.

تېر لمریز کال کې د هلمند د پوهنې رییس داود شاه صفاري د نادعلي ولسوالۍ یو ښوونځی د نمونې په توګه یاد کړ، چې ان چوکۍ يې عسکرو د سون توکو په ډول د اور خوراک کړې دي.

هغه ویلي: «له تېرو دوو کلونو راهیسې د نادعلي لېسه تړل شوې. د ښوونځي ودانۍ له منځه تللې، درسي ټولګي په مرمیو سوري شوي او د زده کوونکو له چوکیو نظامیان د ځان ګرمولو له پاره کار اخلي او ټولې یې سوځولي دي.»

تېر کال محمد اشرف غني د پوهنې کال په نوم ونوماوه، خو د هغه په پلرني کلي کې هم یو ښوونځی په پوسته بدل شوی دی.

پژواک خبري اژانس د ځايي اوسېدونکو له قوله وايي، چې ملي اردو د محمد اغې په سرخ‌اب کلي کې یو ښوونځی تر روان تعلیمي کال څو ورځې وړاندې په یوه پوسته بدل کړ.

پوهنې وزارت وروسته له هغه له نظامي ځواکه د پوهنیز وضعیت خوندي کېدو کې جدي شو، چې غزني کې د عسکرو یوې مرمۍ د ملانوح بابا ښوونځي ۱۲ زده کوونکو او ښوونکو ته مرګ‌ژوبله واړوله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د