افغانستان

د ولسشمریزو ټاکنو یو بل نوماند لویه جرګه کې ګډون رد کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶وری، ۱۳۹۸ل): له اجراییه رییس عبدالله عبدالله او حنیف اتمر وروسته، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو یو بل نوماند رحمت الله نبیل هم «مشورتي لویه جرګه» کې له ګډونه انکار وکړ.

د هغه د ټاکنیز ټیم له ادرسه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا جرګه «لویه مشورتي جرګه» نه؛ بلکې اشرف غني يې د ټاکنیز کمپاین او شخصي ګټو لپاره جوړوي.

دوی زیاته کړې چې دا جرګه د حاکم ټیم د شخصي ګټو لپاره ده، چې د سولې په برخه کې کومه مرسته نه‌شي کولی.

تر دې وړاندې حنیف اتمر هم ویلي چې دې جرګه کې به ګډون ونه کړي او په وینا يې د جوړولو اهداف يې نا څرګند او له دوی سره پکې هیڅ مشوره هم نه ده شوې.

تر اتمر وړاندې د حکومت نیم شریک او راتلونکو ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدالله هم ورته څرګندونې کړې وې، خو ارګ يې په اړه ویلي و، چې د هغه اندېښنو ته به ځواب ووايي.

د ارګ ویاند «هارون چخانسوري» په دې اړه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي « د ثبات او همپالنې ټیم تر دې مهاله د جمهوررئیس محمداشرف غني سره د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه اندېښنې او شکایتونه نه وو شریک کړي، مګرپه پام کې ده چې ولسمشر غني به له ډاکټر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې په دې اړه د ده اندېښنې او شکایتونه واوري او مناسب تصامیم به ونیول شي».

دغه لویه جرګه چې حکومت يې ظاهراً د سولې د هڅو یوه برخه بولي، په اړه يې سیاسیون نیوکه لري چې اشرف غني له دې جرګې هم د ټاکنیز کمپاین په ډول کار اخلي او کومه ښکاره ګټه نه لري.

پر دې جرګه ټول‌ټال ۵میلیونه ډالر لګښت کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

مشورتی جرګه د غ د کمپاین یوه برخه ده. دغه خپل انتخاباتی کمپاین ته یی د مشورتی جرګی نوم ورکړی دی. امید دی چی ټوله افغانان د بی صلاحیته او بی مغزو متفکر په چل او فریب پوه سی. څوک چی د یوعادی قومندان د تغیر او تبدیل اختیارنلری، هغه به د لوی جرګی د راغښتلو واک ولری؟

Imran Khan

یا داسی خو په والله که ده اصل کی تاسی د بل ملک غلامان یاست

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x