هلمند: د اردو عسکر خپل قومندان او دوه ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶وری، ۱۳۹۸ل): د هلمند په مرکز لشکرګاه کې يو تن عسکر د پوستې قومندان او دوه ملګري وژلي او نېغ طالبانو ته ورغلی.

طالبان وايي، بریدګر د دوی نفوذي ملګری و، چې په برید کې يې قومندان کاظم او د هغه دوه ساتونکي وژلي او له ځان سره يې څو مېله سپکه او درنه وسله هم ور وړې ده.

د سرچینې په وینا پېښه تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ د نهر سراج په وزیرو مانده سیمه کې د لويې لارې پر سر یوه پوسته کې شوې ده.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هم یاد ولایت کې قومندان عابد او یو تن عسکر د نفوذي بریدګر له لوري ووژل شول، د لغمان مهترلام کې بیا یو عسکر خپل شپږ ملګري سلامت طالبانو ته سپارلي او فراه کې د پوستې قومندان جیلاني او درې پولیس د یو پولیس له لوري وژل شوي دي.

طالبانو پخپلو وروستیو رسمي بیانونو کې پر خپلو نفوذي سرتېرو غږ کړی و، چې د ملکي تلفاتو په انتقام کې نفوذي بریدونه پیل کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د