غزل/ ډاکټر احسان الله درمل

احسان الله درمل

ورځ د ظالمانو د حساب را رسېدلې ده
دلته هنګامه د انقلاب را رسېدلې ده

ځمکې ورکه نکړه زما وینه، څه غاټول شوله . . .
څه هم په جامه کې د ګلاب را رسېدلې ده

سپکه چې د لویو دریابونو د څپو کوي
څه به وکړي؟ ورکه د حباب را رسېدلې ده

ژوند مو تر محشر کم نه و، وېره د محشر په څه؟
موږ ته خپله برخه د عذاب را رسېدلې ده

لوږه او شعور شاید په یو سر کې ځایېږي نه
ګوره رمه کور ته د قصاب را رسېدلې ده

تورې شپې ټغر دې ټولوه چې قافله د لمر
نه ګورې چې څه په آب و تاب را رسېدلې ده؟