زلمی خلیلزاد

خلیلزاد د سولې او که د یوې بلې لوبې په هڅه کې!

محمد آصف آزاد

د امریکا جمهور رئیس، ډونالډ ټرمپ د افغانستان لپاره خپله جنګي اسټراټېژي په داسې حال کې اعلان کړه چې خپله ډېری امریکایي کارپوهان او چارواکي یې په دې اند و، چې د افغانستان لانجه به د جګړې له لارې حل نه کړای شي. د امریکا د سنا مجلس ځینو غړو هماغه مهال د ټرمپ پر سټراټېژی باندې نیوکې وکړې او هغه یې بې ګټې وبلله. دوی همدا ویل چې د امریکا تېرو ولسمشرانو، بوش او باراک ابامه هم د افغانستان په جګړه کې د ځاني زیانونو ترڅنګ زرګونه مېلیونه ډالر مصرف کړل، ولې نه یوازې دا چې کومه مطلوبه پایله یې ترلاسه نه کړای شوه؛ بلکې طالبان لا پرمخ ځي او لا د پرمختګ په حال کې دي.

د دې ترڅنګ د ځینو شنونکو په خبره ټرمپ خپله هم تر ډېره د جګړې پلوی نه و او باوري و چې د جګړې ګټل ورته ممکن نه دي؛ خو د دې ټولو سره سره بیا هم نوموړی د خپلو نظامي قوماندانانو لخوا جګړې ته وهڅول شو. د ترمپ دې نوې جنګي ستراتیژی هم طالبان له پرمختګه ونه غورځولی شول.

ولیدل شول چې طالبان لا هم پر مخ ځي او ورځ تر بلې یې د حاکمیت ساحه پراخیږي. له طالبانو د جګړې ګټلو لپاره یوازې د ټرمپ جنګي ستراتیژي نه وه؛ بلکې د ترمپ د جنګي ستراتیژی ترڅنګ، د ناټو عمومي قومندان جنرال نیکلسن پر طالبانو د فشار راوستلو لپاره له نورو غیر نظامي لارو هم کار اخیست. جنرال نیکلسن د تېر کال په اپرېل کې کندهار ته د سفر پر مهال وویل، چې سولې ته د طالبانو د راوستلو لپاره به پر طالبانو د نظامي فشار تر څنګ، ټولنیز او مذهبي فشارونه هم زیات کړي. د همدغو فشارونو په لړ کې په ځینو ولایتونو کې د سولې په نوم پرلتونه، د سولې ولسي کاروان په نوم پلي سفرونه او همدا شان په کابل او اندونېزیا کې د علماو غونډې د یادو فشارونو ښکاره بېلګې وې. خو د دې ټولو فشارونو سره سره بیا هم طالبان د دې فشارونو منلو ته تیار نشول.

د زلمي خلیلزاد ماموریت

د تېر کال په سپټمبر کې زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وټاکل شو.

زلمي خلیلزاد، د دې اوږدې جګړې ظاهراً د سوله ییز حل په موخه له طالبانو سره ناستې او مذاکرات پیل کړل.

د زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ تر دې مهاله شپږ ځله، اوږده او څو ورځني مذاکرات او غونډې ترسره شوي. چې د یادو مذاکراتو شپږمه غونډه د تېرې مارچ میاشتې په ۱۲مه نېټه وروسته له ۱۷ ورځو پای ته ورسېده. په دغو مذاکراتو کې که څه هم د دواړو لوریو لخوا هر ځل د مثبتو پرمختګونو خبره شوې؛ خو تراوسه پر کومو موضوعاتو وروستی لاسلیک نه دی شوی. که له یوې خوا دغو مذاکراتو له افغانانو سره د سولې هیلې او امید واری زیاتې کړې، خو بلې خوا بیا د یادو مذاکراتو په جریان کې د بهرنیو ځواکونو د بمبارونو، چاپو او بې درېغه وژنو زیاتېدا خلک شکمن او اندېښمن کړي هم دي.

ایا رښتیا هم خلیلزاد د سوله ییز حل په هڅه کې دی؟!

اوس پوښتنه دا ده چې ایا رښتیا هم زلمی خلیلزاد د سوله ییز حل په هڅه کې دی، که نه د چل، فرېب او د نورو په څېر دی هم د فشار او غولونې ماموریت لري.

پر نوموړي دا شکونه له وروستیو نامعقولو او نامناسبو څرګندونو وروسته لا ډېریږي. د حمل په لومړی نېټه د ع،غ ګډ حکومت لخوا د طالبانو په وړاندې د “خالد” په نامه عملیات اعلان کړای شول. د همدې میاشتې په ۲۳مه طالبانو هم د “الفتح” عملیات اعلان کړل. د طالبانو یاد عملیات خلیلزاد وغندل او له پاکستان، قطر او نورو هېوادونو یې هم ورته غوښتنه وکړه. د حیرانتیا خبره دا ده، چې د طالبانو لخوا د عملیاتو له اعلان نیږدې میاشت وړاندې د “خالد” عملیاتو د اعلان اړوند یې غبرګون نشته؛ خو د طالبانو “الفتح” عملیات غندي!

خپله د بهرنیو ځواکونو بمبارونو، چاپو، وژنو او د کورونو، جوماتونو او مدرسو نړولو تر بل هر وخت ډېر زور اخیستی. خو خلیلزاد صیب یې په وړاندې غلی دی!

داسې ښکاري چې اصلاً د خلیلزاد ماموریت د سولې او مذاکراتو نه؛ بلکې د تېر ایستلو، بوخت ساتلو، سیاسي دوکې ورکولو او د دې جګړې له مسؤلیته د امریکا خلاصون او بلاخره دا جګړه د افغانانو خپلمنځي جګړه ښکاره کولو هڅه کول دي. دا چې خلیلزاد طالب مشران له خپلو ارزښتونو څخه نه په شا تلونکي وموندل، او په چل او فرېب د څه ترلاسه کولو څخه ناهیلی شوی؛ نو ښایي اوس به د داسې څرګندونو په نتیجه کې د مذاکراتو د ګډوډ کولو او بلا خره ترې په شا کېدلو په هڅه کې وي. چې د زلمي خلیلزاد وروستی څرګندونې همدا شکونه را پورته کوي. که رښتیا هم همداسې وي، نو بیا به هم تر ډېره هڅه کوي چې داسې یو حالت رامنځته کړي چې د مذاکراتي بهیر د ناکامېدا پړا هم پر طالبانو واچوي. ترڅو افغانانو او نړۍ ته داسې ښکاره کړي چې ګواکې طالبان سوله ییز حل نه غواړي. چې دلته هم په کار ده ترڅو طالبان حساس او متوجه واوسي.

د طالبانو د ویاند، ذبیح الله مجاهد د هغو څرګندونو په غبرګون کې، چې ویلي یې و، دا جګړه پر افغانانو د امریکا لخوا تپل شوې؛ خلیلزاد ویلي، چې دا جنګ موږ نه دی تپلی، بلکې له لسیزو را هیسې افغانان په جګړو کې نښتي. همدلته ده چې دا شک په یقین بدلیږي، چې خلیلزاد هڅه کوي، دا جګړه چې امریکا پیل کړې او بلاخره د امریکا په ماتې به پای ته رسیږي، له مسؤلیته یې ځان خلاص او د افغانانو خپلمنځي جګړه ښکاره کړي. خو خلیلزاد دا حقیقت نشي مسخه کولی چې دلته منظم نظام و، او همدا نظام د امریکا په مشری د ګڼو هېوادونو د ظالمانه او وحشیانه یرغل په نتیجه کې ړنګ کړای شوی. له همدې ولس سره امریکا اوږده موده جګړه کړې او لا هم دغې جګړې، وژنو او وحشتونو ته ادامه ورکوي.

ایا طالبان به دغو فشارونو ته تسلیم شي؟!

که امریکا هیله لري او په دې هڅه کې وي، چې طالبان به په دغو فشارونو او یا چل او فرېب مات کړي؛ نو دا هماغه زاړه او ناکامه تجربه ده چې د ټرمپ له ادارې وړاندې د بوش او دوه ځله د باراک ابامه ادارې تکرار کړې. دا جګړه د څو میاشتو او یا د دوه او پنځو کلونو جګړه نه ده. دا جګړه چې نیږدې دوه لسیزو ته رسیږي، طالبانو خورا اوږد، ستونزمن، اغزن او پیچلی پړاو طی کړی خورا له ستونزمن او چیلنجي حالتونو بریالي وتلي. طالبان چې په هماغو سختو حالاتو کې مات نشول، نو اوس چې د تېر په پرتله خورا ډېر ځواکمن، په پراخه ساحه واکمن او د سیمې او نړۍ په سطحه په سیاسي میدان کې غښتلي او منلي روان دي، د تېر ایستلو، ماتولو هیله یې خوب او خیال دی. نه په شا کیږي او نه ماتیږي.

ان شاءالله

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

خيرونه مو په نصيب شه ، ډيره معقوله که امريکا د بدل امريکائی پر ځای اصيل امريکايی خپل استازی ټاکلی وای د دواړو لورو لپاره به ښه وای ، دا کم اصل خليلزاد په اصل کی د اسلام سره ضد لری د ده په زړه کی به داسی عقده وی چی د عيسوی کافر په زړه کی به نه وی ، ما پخوا لا د د ليری کيدل غوښتل . طالبان کرام به اِن شاءالله تعالی د هغو فدايانو ارمانونه هير نکړی په کومو چی دا نظام تکيه دی . خليلزاد ته که ټرمپ دا وظيفه ورکړی وی چی د… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

بار دننه حریص استعمارګر او استثمارګر قدرتونه او کړۍ ، د ژوند د ښه والی او اوږدوالی د پاره نور استثماروی یعنی زوند اوږدول او شه کول یی اصلی هدف دی . غواړی تل ژوندی وی یعنی له مرګ ځانونه زغوری . برخلاف مجاهدین او په ځانګړی ډول طالب رښتونی مجاهدینو اصلی هدف د الله ج رضا لمړی هدف او د مظلوم ولس د حقوقو دفاع او خپلواکی تر لاسه کول یی دوهم اهداف دی ، د دی هدف تر لاسه کولو د پاره خپل ژوند وسیله ګڼی. نو د هدف د پاره طبیعی ده چه د زوند له وسیلی… نور لوستل »

جلال
میلمه
جلال

ان شآءالله.

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

جوړ تازه .په خیرونو. عام ولس ستړی شوی او ضعیف شوی دی.او د ثور د میاشتی په لومړنی نیټه ،د خالید او د الفتح په مقابل کی د ښیرا عملیاتو اعلان کوی، یعنی عام ولس به د فرض لمونځ ادا کولو څخه ورسته الله ج په حضور کی داسی ښیرا کوی چه. یا ا لله ج نور .د سوله ضد کسان که طالیبان وی که دولت وی له دنیا څخه ورک.او مخونه په دا دنیا او په هغه بله دنیا کی تور ،او دوزخونه یی نصیب کړی د ښیرا کولو عملیات تر هغه جاری وی تر څو چه د الفتح… نور لوستل »