فرانسه کې يوې سترې کليسا اور اخیستی «ويډيو»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷وری، ۱۳۹۸ل): د فرانسې په پلازمينه پاريس کې يوې پخوانۍ او سترې کليسا اور اخيستې او ودانۍ يې زيانمنه شوې ده.

د رسنيو د راپورنو له مخې د فرانسې په پلازمينه پاريس کې د (نوتردام) په نامه پخوانۍ مشهورې کليسا کې اور لګېدلی دی چې په لږ وخت کې د کليسا ډېرو برخو ته رسېدلی دی.

په رسنيو کې د يادې پيښې په خپرو شويو صحنو کې ښودل کيږي چې اور د کليسا په داخل کې لګېدلی دی او وروسته د کليسا منارو ته هم رسېدلی دی او د يادې کليسا لوړ منار يې رانسکور کړی دی.

ويل کيږي چې نوموړې کليسا د پاريس له تاريخي کليساګانو څخه ګڼل کيږي چې شاوخوا ۸۵۰ کاله پخوا جوړه شوې ده.
د اور لګېدو وروسته سيمې ته د اور وژنې عملې رسېدلي دي او د اور په وژنه يې لاس پورې کړی دی.

په کليسا د اور لګېدو له امله د فرانسې ولسمشر ايمانويل ميکرون هم خپل ولس ته پلان شوې وينا ځنډولې او ددې هيواد له لومړي وزير ايډوا فلپ سره يو ځای د پيښې ځای ته رسېدلي دي.

په نوتردام کليسا کې د اور لګېدو له امله د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم خواشينې ښودلې ده او ويلي يې دي چې د اور وژلو له پاره دې له هوايي لارو کار واخيستل شي.

تر اوسه د اور د لګېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شفیق الله خان
میلمه
شفیق الله خان

دا به یی هم دوی خپله کړی وی ، لکه د امریکا دوه بلند منزلی چی دوی خپله په هوای الوتکو ړنګه کړه او بیا یی په مسلمانانو تور پوری کړ چی دا د دوی کار دی ، د همغی ورځی نه د مسلمانانو بدی ورځی شروع شوی او دوی خپل پلانونه شروع کړل ، کیدای شی دا هم د دوی کوم پلان و اوسی