د مذاکراتو بهیر کې د طالبانو تخنیکي ډله

طالبانو په مذاکراتي ټیم کې د مېرمنو شتون رد کړ

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۸ل): د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» وايي، ځینو رسنیو یې خبرې غلطې تعبیر کړې؛ په مذاکراتي ټیم کې مېرمنې شتون نه لري.

مجاهد په دې اړه په خپل ټويټر لیکلي «له رویټرز سره زما خبرې غلطې تعبیر شوی دي. ما ویلي چې په راتلونکي بین الافغاني کنفرانس کې به یو شمیر ښځې هم ګډون کوي، لکه دا کار د مسکو په کنفرانس کې هم شوی وو. خو له امریکا سره په مذاکراتي ټیم کې د ښځو د ګډون خبره موږ نه ده کړی او نه یې هم اړتیا لیدل کیږي».

یاده دې وي چې تېره ورځ د رويټرز او ګارډین په شمول ګڼو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې؛ د طالبانو په مذاکراتي ټیم کې مېرمنې هم شتون لري او له امریکایانو سره په راتلونکي پړاو مذاکراتو کې به برخه اخلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د