خلیلزاد په دوحه کې د نوي پړاو مذاکراتو د پیل خبرونه بې اساسه وبلل

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۸ل): د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» په دوحه کې له طالبانو سره د نوي پړاو مذاکراتو د پیل خبرونه رد کړل.

خلیلزاد په خپل ټويټر باندې د ترکیې د ولسمشر له سلاکار سره د ناستې انځورخپور کړی او له نوموړي د مننې تر څنګ یې لیکلي « په هغو خبرونو باور مه کوئ چې ښيي زه په دوحه کې یم، زه په واشنګټن کې یم او له پسرلي خوند اخلم».

یاده دې وي چې؛ تېره ورځ ځینو رسنیو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي»په حواله داسې راپورونه خپاره کړل چې څرګندوله یې؛ په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو نوې لړۍ پيل شوې، د طلوع نیوز په شمول ځينو رسنیو د خپلو سرچینو په حواله ان د یادو مذاکراتو موضوعات هم په ګوته کړي وو خو؛ د خلیلزاد په وینا نوموړی لا قطر ته نه دی ورغلی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د