ولايتي شورا: د فراه ښار د طالبانو له لوري کلابند دی

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۸ل): د فراه ولايتي شورا وايي چې طالبانو په دې وروستيو کې په فراه ښار بريدونه زيات کړي دي او دا ښار يې کلابند کړی دی.

د فراه د ولايتي شورا غړی داد الله قانع وايي چې طالبانو د فراه ښار کلابند کړی دی او امنيتي ځواکونه د وضعيت په کنټرول کې پاتې راغلي دي.

هغه د امنيتي مسؤلينو هغه ادعا رد کړې ده چې ګواکې وضعيت د دوی په کنټرول کې دی او د فراه ښار امنيتي کمر بند يې له څلور کيلو مترۍ څخه ۲۰ کيلو مترۍ ته غځولی دی او دولتي ځواکونه په تعرضي حالت کې دي.

قانع ويلي دي چې دولتي ځواکونه هيڅ پرمختګ نه لري او نه هم د مخالفينو د بریدونو مخه نيولی شي او په وينا يې چې يواځې په تبليغاتو د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي او ولس تير باسي.

بل لور ته د فراه امنيه قومندان مل پاسوال رحمت الله صديقي ويلي دي چې د فراه امنيتي وضعيت د دوی په کنټرول کې دی او امنيتي ځواکونه په تعرضي حالت کې دي او زياته کړې يې ده چې د روان لمريز کال له پيله په دې ولايت کې د طالبانو پر ضد نظامي عمليات هم پيل شوي دي.

رحمت الله صديقي ويلي دي چې اوس د طالبانو بريدونه صفر ته راټيټ شوي دي او په راتلونکې يوې مياشتې کې به په فراه ولايت کې د طالبانو د بريدونه ګواښونه په بشپړه توګه له منځه لاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان له څو ورځو راهيسې هره ورځ له دې ولايت څخه په امنيتي ځواکونو او پوستو د بريدونو خبر ورکوي.