ایا اصغر افغان به یو وار بیا د نړیوال جام لپاره لوبډلمشر وټاکل شي؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۸ل): د روانې میاشتې په پنځمه نېټه د افغانستان کرېکټ بورډ او غوراوې کميټې د افغان لوبډلې لپاره د شل اوریزو، پنځوس اوریزو او پنځه ورځنۍ سیالیو لپاره بېلا بېلا لوبډلمشران اعلان کړل.

دغه پریکړه کې د یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر ټاکل په دې چې نړیوال جام ته تر دوه میاشتو کم وخت پاتې په پراخه کچه وغندل شو، په دې لړ کې محمد نبي او راشد خان هم د ټولنیزو رسنیو له لارې ناخوښي وښودله، د انګلستان پخواني لوبډلمشر مایکل وان هم ویلي وو چې افغان کرېکټ بورډ دې په بخښنې غوښتلو سره یو وار بیا اصغر افغان لوبډلمشر وټاکي.

په دغې پریکړې سره ځینو رسنیو خبر ورکړ چې اصغر افغان هم ناخوښه دی او نه غواړي له لوبډلې سره په سویلي افریقا کې د تمریناتو په موخه ګډون وکړي، خو وروسته د کرېکټ بورډ عمومي رییس عزیزالله فضلي له نوموړي سره لیدنه وکړه چې تر ډيره یې غلط فهمیانې له منځه ویوړې.

د اصغر افغان او ښاغلي فضلي له لیدنې وروسته محمد نبي عیسی خیل پر خپله ټویټر پاڼه د ټویټ له لارې خوښي ښودلې وه او زیاته کړې وه چې د کرېکټ بورډ او عمومي رییس ترمنځ د غلط فهمۍ په له منځه تلو خوښ دی، ددغې ټویټ څخه څرګندیده چې د اصغر افغان په یو وار بیا لوبډلمشر ټاکلو ژمنه شوې ده.

اوس نن ټکی اسیا ته ځينې باوري سرچینو ویلي چې کرېکټ بورډ یو وار بیا د محدودې نېټې یا د راتلونکي نړیوال جام لپاره اصغر افغان لوبډلمشر ټاکي، او نوموړی په همدغه شرط نن ورځ لوبډلې سره د یوځای کېدو په پار سویلي افریقا ته سفر کوي.

ترلاسه شوي معلومات ښيي چې د افغان کرېکټ بورډ اوسنی رییس فضلي، پخوانی رییس او په پاکستان کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل او پخواني اجراییه رییس لیدنه کړې، چې د نوموړو په منځګړیتوب د فضلي لخوا ژمنه شوې چې په نړیوال جام کې به اصغر افغان د ملي لوبډلې مشر وي.

غیر رسمي سرچینې وایي چې د کرېکټ بورډ عمومي رییس عزیز فضلي لخوا به د ګلبدین نایب پرځای یو وار بیا اصغر افغان د ملي لوبډلې مشر وټاکل شي، نوموړی په دې لړ کې فضلي سویلي افریقا ته سفر کوي، چې د نړیوال جام لپاره د لوبډلې نوملړ او لوبډلمشر وټاکي.

په دې اړه کومې رسمي سرچینې خبر نه دی ورکړی او نه یې هم په اړه کرېکټ بورډ څه ویلي دي، خو په راتلونکو څو ورځو کې به د کرېکټ غوراوې کمیټې د نړیوال جام لپاره پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړي، چې په کې به د لوبډلمشر ستونزه هم روښانه شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
shafiullah
میلمه
shafiullah

asghar Afghar is one of the most successful captains in international cricket and the ACB should apologize and bring him back for the big event ( 2019 world cup)
.