
د کابل په ګډون شلو ولايتونو کې سيلابونو مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۸ل): د پلازمينې کابل په ګډون د افغانستان په شلو بيلابيلو ولایتونو کې د ورښتونو او سيلابونو له امله ګڼ شمير خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کابل د ښاروالۍ چارواکي وايي چې د وروستيو ورښتونو له امله په پلازمینه کې دوه کسان وژل شوي او ۳۵ کورونه نړېدلي دي او په راتلونکې کې يې د سيلابونو راوتلو انديښنه ښودلې ده او له پوهنې وزارت څخه يې غوښتي چې د څو ورځو له پاره ښوونځي هم رخصت کړي.
د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز رسنيو ته ويلي دي چې د کابل سيند تر پخوا ډېر ډک شوی او د شاوخوا کورونو د زيانمنېدو احتمال شته دی.
سرفراز ويلي دي چې د وروستيو ورښتونو له امله د کابل سيند داسې څپانده شوی دی چې دواړو لوريو ته نږدې دوکانونه او ميشت ځايونه زيانمنولی شي.
د افغانستان د هوا پېژندنې اداره وايي چې په ځينو ولايتونو کې د دې اوونۍ له پيله ورښتونه پيل شوي دي او ښايي چې دوام وکړي او تر پنځوس ملي مترو پورې باران وشي.
بل لور ته د افغانستان طبيعي پيښو سره د مبارزې وزارت وايي چې د هيواد د مرکز په ګډون شلو ولايتونو کې په سيلابونو کې د وژل شويو شمیر ۱۲۷ ته رسېدلی دی.
ددې وزارت د معلومات له مخې کندهار، هرات او غزني ولايتونه تر نورو ډېر زيان ليدلی دی.
د هرات د والي ویاند جيلاني فرهاد وايي چې په دې ولايت کې له تيرو ۲۴ ساعتونو راهيسې د ورښتونو له امله پنځه تنه وژل
شوي او لس نور ټپيان او اووه تنه ورک شوي دي.
د یادونې وړ ده چې سږ کال د نورو کلونو په نسبت په افغانستان کې زيات ورښتونه وشول چې بزګران ورته خوښ دي خو د سيلابونو له امله ګڼ شمير خلکو په کې خپل ژوند او شتمني له لاسه ورکړل.