مختصر نبوي سیرت «څلورمه برخه»

عبدالرحمن محمود

د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمر و شپاړسو کالو ته ورسید، د خپل قوم سره یي ژوند کاوه، په عامه معاملاتو کي د هغوی سره یو ځای وو، او په پیښیدونکو حوادثو او واقعو کي ورسره وو چي یو څو یي دادی.

أول ـ حرب الفجار، سبب ددي جنګ دا وه چي د بني کنانه وو یو سړي د قیس د قبیلي یو سړی وواژه، قیس د خپل انتقام أخیستلو لپاره و جنګ ته تیار سوه، خلاصه دا چي د مکي مکرمي په شرقي طرف کي دواړې قبیلي سره په جنګ سوي، قریشو د حرم شریف ننګه وکړه او د قیس قبیلې ته یي وویل چي راروان کال په (عکاظ) کي زموږ او ستاسو د جنګ نیټه او وخت دی، کال تیر سو په هماغه ځای کي سره یو ځای سوه، قریشو د کنانه وو تر څنګ خپل ټول حلفاء را جمع کړې وه حتی حبشیان هم ورسره ملګرې وه، قیسو شکست وخوړ، بیا وروسته صلحه وسوه د وژل سوو دیتونه یي سره ورکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل أکاګانو ابو طالب، حمزه، عباس، زبیر، سره یو ځای د قریشو په طرف کي وو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم وظیفه داوه چي غیشي یي را جمع کول او بیا یي نقل کول…

دوهم: حلف الفضول، دا یو تړون او تعاهد وو، کله چي قریش له حرب الفجار څخه را وګرځیده، د عبدالله بن جدعان په کور کي یي یو تړون وکړ چي په مکه کي او خارج د مکي به هيڅ داسي مظلوم نوي نه مګر د هغه حق به له ظالمه أخیستل کیږي، د مظلوم ملاتړ او همکاري به کیږي، وبالاخره مظلوم به په مکه کي نوي ، و دې تړون ته رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د خپلو أکاګانو سره حاضر سو، په دې تړون باندي وروسته تر بعثته رسول الله صلی الله علیه وسلم ډیر خوشحاله وو، ویل به یي چي دا تړون تر سرو أوښانو راته محبوب وو، که په اسلام کي زه و دې تړون ته ورغوښتل سوی وای لا به هم ورته حاضریدم.
خلاصه دا چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ریښتونولۍ او أمانتدارۍ او وفاء وو اخلاص أوازه تر هر کور او کلې ورسیدله، په خپله ټولنه کي یي په ” أمین ” او ” صادق ” سره شهرت پیدا کړ.

دریم: د کعبي مبارکي جوړول، وکعبي مبارکي ته أور ورسید، بیا سیلونه او أوبه راغلي د مکي مکرمي دیوالونه یي متضرره کړه، قریشو پریکړه وکړه چی کعبه مبارکه به نوي جوړه وو، د همدي لپاره یي خپل په فکر حلال مال سره جمع کړ، د قریشو مشرانو پر خپله غاړه او اوږو باندي د مکي د جوړولو لپاره ډبرې راوړي، دا د کعبي د احترام په خاطر، رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د خپل أکا عباس سره د مکي مکرمي د بناء لپاره ډبرې راوړي، کله چي کعبه جوړه سوه د حجر الأسود د ډبري ایښودلو وخت راغی د قریشو تر مینځ اختلاف راغی چي حجرالأسود به څوک ایږدي؟ دا اختلاف نیږدي وو چي تر قتل او قتاله ورسیږي، بیا أبوأمیه چي د قوم سپینږیری شخصیت وو هغه وویل چي ای قومه تاسي اختلاف مکوئ، دا کار و داسي چاته وسپارئ چي ستاسو د ټولو پر اتفاق وي، هغوی وویل چي دا مجلس ته أول هر څوک له خارج څخه راغی هغه ته به دا کار سپارو، د الله رب العزت حکمت وو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم له د باندي څخه اول و مجلس ته راغی، دوی هم ټول په خوشحاله سوه، بیا یي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خبره واضحه کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم سمدستي خپل څادر و غوړوی او حجر الاسود یي ورباندي کښیښود بیا یي وویل د هري قبیلي یو شخص دي د څادر یو طرف ونیسي، په همدي ډول یي حجرالأسود په خپل ځای کي کښیښود، او اختلاف پای ته ورسید.

په دې وخت کي نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمر پنځه دیرش کاله وو، د خپل قوم په هري خوښۍ او پریشانۍ کي ورسره یو ځای وو، د غمجن تسلي یي کوله، د مظلوم مرسته یي کوله، ظالم ته یي حق خبره کوله، خلاصه دا چی تر پیغمبرۍ مخکي هم ټول هغه کامل صفتونه پکښي ښکاره وه.

نور بیا….

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د