د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني

آیا اشرف غني پر سوله ډرۍ وهي؟؟

جاوید علي خېل

وایي پلانی یا نه کړي او یا د . . . کړي. اشرف غني هم د سولې او بین الافغاني تفاهم له حساسې او حیاتي موضوع سره همداسې لیونی چلند را اخیستی دی. څه موده مخکې چې په ماسکو کې د بین الافغاني تفاهم کانفرانس و. نو اشرف غني د دې  په ځای چې د افغانانو تر منځ دغه تفاهمي مجلس په نیک فال ونیسي او ښه یې و ارزوي، بالمقابل یې د کانفرانس د بې اغیزې کولو او بد تعریفولو هڅه وکړه. د معمول خلاف د کانفرانس په ورځ په طلوع نیوز کې کیناست او ویي ویل چې د ماسکو کانفرانس دوه پیسې ارزښت هم نلري. امرالله صالح خو یې دومره مخکې لاړ چې د مسکو کانفرانس یې ( شرمفرانس) وباله. ماسکو ته ورغلي افغان سیاسیون یې د ملي خیانت په ګناه ککړ وبلل، چې د ارګ فیسبوکي ډنډورچیانو یې همدا خبرې سروکی کړې او په پوچو نشراتو یې د افغان اولس د سولې او پخلاینې هیلې وربدغونې کړي.

اوس چې د ماسکو کانفرانس له پریکړې سره سم د هماغه بهیر دوهم پړاو په قطر کې ترسره کیږي، نو زر ګل لیونی په ښي اړخ راپورته شوی. نه یوازې د قطر له بین الافغاني غونډې سره توافق لري بلکې د ( میم زر ما ټول زما) له مخې غواړي چې په کانفرانس کې د ګډون حق ټول په خپله وخوري اونورو ګوندونو، اشخاص او ټولنیزو جهتونو ته برخه ورنکړي.

په داسې حال کې چې طالبانو د قطر د بین الافغاني غونډې لپاره ټول ترتیبات بشپړ کړي دي. مقابل اړخ ( د کابل چارواکي او سیاسیون) په دې کې ورک دي چې څوک قطرته لاړ شي او څوک پاته شي؟؟  کله په ارګ کې غونډه، کله د پخواني ولسمشر کرزي په اطاق کې او کله د سولې په شورا کې. اشرف غني هره ورځ نوې شورا ګانې او پلاوي ټاکي. کله یې کرزی په سر کې وي کله یې یو مخ ترې ایستلی وي. د امر الله صالح په شان تونده کیان چې په تیر کانفرانس یې د پیغور کاڼي اورول اوس یې دې مسابقې ته پایڅې را بډوهلي چې هسې نه د قطر له کانفرانسه پاته شي.

په همدې ګیر و دار کې پرون اشرف غني قطر ته د تلونکو کابل میشتو سیاسیونو وروستی لست نشر  او په غونډه کې د برخوال پلاوي نومونه اعلان کړل. دا نو د سولې پلاوی نه دی سمه د مندوخان د واده ورا ده. له کاکا خسر او ماما خسر را ونیسه، توړۍ ګانې، خورلڼې، تربرونه، سپین ږیري، کړاڅي، د کلي ډم، غوبه، خرکار او چې څوک په یاد ورغلي ټول یې لست ته غورځولي چې شمیر یې په ۲۵۰ لګیدلی دی. اشرف غني لست دومره په بیړه لیکلی چې د یوې ښځې نوم یې دوه ځله لیکلی خو ورته فکر شوي یې نه دي.

د اشرف غني په لست لا هم په فیسبوکونو کې تبصرې او مسخرې جریان لري. څوک وایي دا که ټول لاړل، نو د کانفرانس درې ورځې یوازې د دوی روغبړ لپاره بسنه وکړي. بل یوه لیکلي: اشرف غني دوحې ته سلامته قول اردو لیږي، لکه چې د قطر اشغال ته یې ایښې.

خو په ټوله کې د دې نامتوقع لست نشرول، ثابتوي چې اشرف غني یا خو یې د جارقلم غوندې په دماغو کې ډز شوی او مکمل له عقله خلاص دی چې د جنګ او سولې په موضوع اصلا پوهیږي نه. او یا هم قصدا غواړي چې د افغان اولس په دې ملي ارزښت او اړتیا پوزخند ووهي او د نورو ارزښتونو غوندې د سولې حیاتي مسئله هم بې اهمیته او د ملنډو کړي.

که اشرف غني په افغانستان کې د جنګ د تداوم ټیکه دار نه وي، نو ورته په کار ده چې د سولې او بین الافغاني تفاهم په اړه خپل کردار سم او سیده کړي. تر دې مهاله خو نوموړي یوازې په دې برخه کې د یوه مخرب او منفي کرکټر په رول کې روان دی. د قطر غونډې ته د دې ناویاته پلاوي په اعلان سره یې یو ځل بیا خپل تخریبي عمل تکرار او دغه مهمه غونډه یې د خلکو د مسخرو کړه.

بالمقابل طالبان هم باید  په هیڅ صورت د اشرف غني دغه ډول نادودې ورسره ونه مني. د اوریدو له قراره طالبانو دغه لست نه دی منلی او خپل دا حق خوندي ګڼي چې د ګډونوالو لست به له نظره تیروي او ددوی له توافق وروسته به نهایي کیږي. طالبان باید د خپل هیئت په شان د مقابل اړخ هم یو داسې ترکیب ومني چې د بین الافغاني تفاهم لپاره واقعا مؤثر او د دې پروسې د بریا مخه پرانیځي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

محترمو د پاڼی چلوونکو زما نوم په مخکنی تبصره کی سهواَ زباد ليکل شوی که يی په جميل واړوی مهربانی به مو وی .

جميل
میلمه
جميل

يا دادی چی ودی ليونی متفکر ته د بادار له خوا همدا د ليونتوب او ګډوډی وظيفه ورکړه شوی او يا داچی د د هم دمرتد نجيب ګاو غوندی زړه ته نه لوږی چی امريکا نوره ناکامه ده او تښتی ، مرتد نجيب ته هم د بادارانو له خوا څو واری ويل شوی وه چی نور مات دی او تښتی خو د مرتد نجيب زړه د کمونيزم ماته نشوای منلای څو چی ګورباچف په کريملين په زغرده ورته وويل چی مونږ وزو ، اوس هم ليونی متفکر ته څو واری خليلزاد وويل چی مونږ وزو خو ليونی متفکر يی زړه… نور لوستل »