جنتونه او د هغوی نعمتونه!«دوهمه برخه»

لیکنه او راټولونه: م. حمد الله «دانشمند»

وړاندې له دې، چې د جنتونو له پراخي، د دروازو له شمېر او د هغوی له ستر والې یادونه وکړو؛ باید ووایم، چې د جنت نعمتونه پناه، زوال او هلاکت نه لري، نه زړېږي، نه ښکلا او نه ځلا بایلي، که څه هم زرونه کلونه پرې تېر شي ؛ بلکې نور هم به یې په ښایست، زینت او رونق کې زیادت کول کېږي. تر ټولو د خوښۍ خبر لا دا، چې جنتیان به هم ورته ویاړونه لري.

راځم خپل مطلب ته: جنتیان چې کله د جنت دروازو ته راشي؛ نو هغه به کلف وي، له الله پاک نه به وغواړي، چې محمد رسول الله – صلی الله علیه وسلم – دي د جنت دروازه را پرانيزي. هغه علیه السلام مبارک به دروازه ور وټکوي، پر جنت ګمارل شوی ملک (خازن) به ورته ووايي: څوک یې؟ هغه علیه السلام مبارک به ورته ووایي: محمد [صلی الله علیه وسلم] یم. هغه (ملک) به ورته ووایي: ماته هم داسې سپارښتنه شوې، چې له تا پرته به یې بل چا ته لومړی نه پرانیزم. لومړی شفاعت او د جنت د دروازې د لومړی ټګولو ویاړ هغه علیه السلام مبارک ته ور بښل شوی ده.

د جنت اته (۸) دروازې دي، هره دروازه د یو ځانګړي عبادت په نامه، نامداره شوې، د بیلګې په توګه: د لمانځه دروازه، د صدقي (خیر ښېګړې) دروازه، د جهاد دروازه، ریان د روژې دروازه، باب الضحی (د څاښت دروازه)، کوم څوک چې د څاښت لمونځ په پابندي سره کوي، هغه به په همدې دروازه ننوځي او … . چا چې په دنیا کې له کوم عبادت نه زیاته ونډه اخیستې وي؛ له همغې دروازې به د ننوتلو اجازه ورکول کېږي، که یو جنتي په هر عبادت کې ونډه ولري (لکه ابو بکر الصدیق رضی الله تعالی عنه)؛ نو هغه له هرې دروازې چې وغواړي، ننوتای شي. دا راز ځینې نور جنتیان هم دي، چې د ځانګړو عبادتونو پر مټ کولای شي، چې له هرې دروازې نه جنت ته ننوځي. د هغوی له ډلې یو هغه سړی هم دی، چې درې (۳) نابالغ زمن یې مړه شوي وي.

د نبي علیه السلام مبارک ځینې امتیان به له حساب پرته جنت د «الباب الایمن» (د ښي اړخ دروازې) له لارې ننوځې، پاتې هغه به یې له نورو خلكو سره په بېلا بېلو دروازو جنت ته ننوځي.

د جنت د یوې دروازې د دواړو پلو تر منځ به دومره فاصله وي، لکه له مکې نه تر بصری/ له مکې نه تر هجر پوري، چې دواړه فاصلې کابو یو ډول، یانې ۷۹۴ میله اټکل شوې، چې دا هم یو نبوي اعجاز ګڼل کېږي.

هغه دروازه چې نبوي امت ته به ځانګړې شوې وي؛ دومره به پراخه وي، چې یو تېز آس سوور به یې په درې ورځو کې نشې طی کولای. خو هغه مهال چې جنتیان ورننوځي، د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله به یاده ارته دروازه په خلکو را تنګه شي.

داسې روایات هم شته، چې د جنت د ځینو دروازو د پَلوُ تر منځ به د ۴۰ کالو لاره وي.

د جنت له یوې دروازې بیا تر بلې به د ۷۰ کالو مزل وي.

د جنت چابي د «لااله الا الله» کلمه ده، نېک عملونه یې غاښي دي، چې له هغوی نه پرته پرې دروازه پرانیستل ناشونې ده.

د لوړ رتبه جنتیانو له پاره به دوه جنتونه له سرو، د لږ ټیټي درجې جنتیانو ته به دوه د سپینو، جنتونه ورکول کېږي. د جنت دومره سیمه، چې یواځې یوه پوښه پکې ځايېږي؛ تر ټوله دنیا او د هغې تر نعمتونو غوره ده. که یوه جنتي حوره دنیا ته را څرګنده شي؛ نو وړانګې او خوشبویه وږمې به یې له ختيځ نه تر لوېدیځه ټوله زمکه روښانه، خوشبویه او معطره کړي، د هغې یواځې پړونی له دنیا او ما فیها نه غوره ده.

په جنتونو کې لوړې او ټيټې درجې شته، له نبوي ویناوو سره سم یې شمېر، ۱۰۰ درجو ته رسي. د هرو دوو درجو تر مینځ لکه د زمکې او اسمان، هومره توپیر دی. تر ټولو غوره جنت، فردوس جنت دی؛ ځکه تر هغه لوړ، د الله پاک عرش قرار لري، د جنت ویلې له همدې جنت نه، را وځي. که څوک له الله پاک نه د جنت غوښتنه کوي؛ نو د همدې جنت غوښتنه دي ترې وکړي. یو ټيټ رتبه جنتي ته به دومره جنت ورکول شي، چې د زر (۱۰۰۰) کاله مزل په کولو به یې پای ته رسېدای شي؛ دې جنت کې به د هغه باغونه، نعمتونه، خادمان او تختونه قرار لري. د الله پاک په وړاندې ویاړمن جنتیان به د هغه جل جلاله زیارت سهار او ماښام کوي، چې دا تر ټولو غوره نعمت او یو ستر ویاړ ده.

دا راز هم په نبوي روایاتو کې راغلي، چې د ټیټ رتبه جنتي مېشت ځای به د دوه زره کالو د مزل جوګه وي، لرې زاویې او پرتې سیمې به داسې ویني لکه هغه ته ور څېرمه سیمې، خپلې جنتي مېرمنې او خادمان به په همدې اوږده فاصله کې هر وخت څارلی شي؛ د دې تر څنګ به، دوه ځله روزمره د الله پاک زیارت کوي.

د لوړ رتبه جنتي له پاره الله پاک داسې نعمتونه تیار کړي، چې نه سترګو لیدلي؛ نه غوږونو اورېدلي او نه د یو انسان پر زړه تېر شوي.

سرچینه: خلاصه او غوړچان له [البدایة والنهایة: ۲۰/ ۵۷ – ۷۴، داسې نور].

ـــــــــــــــ

یادونه:

۱- د دنیا نعمتونه د دې تر څنګ، چې د جنت له نعمتونو سره په کمیت او کیفیت کې رغنده توپیر لري؛ نه یې نعمتونه دوام لري او نه ترې برخمن وګړي تلپاتی ژوند لري.

۲- د کتاب له ټاکلو مخونو یواځې غوړچان په خورا دقت سره را ټول شوي، له مکررو روایاتو نه جلو ګېري شوې. دا راز، د هغه څه له راوړلو هم ډډه شوې، چې ابن کثیر – رحمه الله – ناسم او ناکره بللي.

داراز د هغو اختلافاتو او د روایاتو د ټکر په اړه، کوم چې اوږدې څېړنې او شننې ته اړتیا لري؛ تمرکز نه دی شوی.

نور بیا…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د