افغانستان

طالبان: د حکومت له لورې اعلان شوی اوږد لیست د دود خلاف دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۲۸مه،۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت له لورې د قطر د را روانې بین الافغاني ناستې لپاره د ۲۵۰ کسیزه اوږده لیست په اړه طالبانو په غبرګون کې ویلي، چې دا د کانفرانسونو د دود خلاف او د سولې د هڅو د تخریب پلان شوې هڅه ده .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته د خپاره شوي لیست په اړه په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا کانفرانس د خلیج په یوه لیري هېواد کې را بلل شوې غونډه ده، چې منتظمینو یې په ترتیب او د ګډونوالو په رابللو کې ډېر کار کړی .

نوموړي په طنزي لهجه حکومت مخاطب کړی : « د کابل لیست جوړونکي باید درک کړي چې دا په یوه لیرې خلیجي هیواد کې منظم او پلان شوی کانفرانس ده، نه د کابل په کوم هوټل کې د واده او کوم بل مناسبت بلنه او میلمستیا. »

ښاغلي مجاهد ویلي، چې په دې لیست کې اکثره مطرح سیاسي او متنفذ شخصیتونه لا له وړاندې د غونډې د منتظیمنو له لورې په چمتو شوي لیست کې شته، چې یوازې هغوی غونډې ته راتلای او خپل شخصي نظریات وړاندې کولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حمید تلوار

د سولې لپاره ریښتیني او پاکه مبارزه د دواړو لوریو له خوا اړینه ده تش په نامه خبرو کار نه کیږي.

توکل

زه طالبانو ته پشنهاد کوم چه دا د حکومت لیست په مقابل که د قطر د دفتر دوهمی درجی مشران هم نه بلکی که هغه نه په ښکته درجه طالبان چه شمیر یی هم د لسو په شمیر که وی مخامخ کړی. مننه

هارون

د کابل له خوا څخه په اعظمي توګه ۳۵ تنه کفایت کوي چې په دې کنفرانس کې برخه واخلي. په دې مانا چې د هر ولایت څخه یو کس او بس. ګټه یې هم خدای پاک ته ښکاره ده چې وبه یې لري او که نه؟ مننه

zebad

دا خدای وهلی غلامان به په هر ميدان کی همداسی شرميدلی وی ، بی شرفه متفکر فکر کړی چی دايی د ادی واده دی چی هر څومره کوڅه ډبی او لچکان وغواړی ور غوښتلای يی شی ، زما په اند دا ټوله د سی آی ای سناريو او چل دی کنه د بيواکه غنيګی دومره واک د څه و . داسی ښکاری چی د امريکی په سيسټم کی کډوډی ده ، سی آی ای او جنرالان يی پر جګړی ټينګار کوی او ټرمپ د جګړی پای غواړی ، هر څه چی وی دوی دی خپل مکرونه او چالونه سنجوی څنګه… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x