د طالبانو او امریکا خبرې اترې؛ ارشیف

طالبان ښه پوره سنجیده روان دي

محمدامین بسمل

دا د طالبانو لخوا د الفتح عملیاتو ته تیاري اواعلانولو یې په اګاهانه، پخپل وخت اوپه سنجیده ډول صورت موندلی دی.

د طالبانو د بري راز خوپه همدې کې دی، چې یو خو له زغم او تفکر څخه کار اخلې بل دا چې مشراو کشرپکې مالوم او ترټولومهم یې دا، چې د دې خوځښت غړي د لوړې عالي، اسلامي اومنلې افغاني تربیې په جامو پوښلي دي.

دپورتنیو ځانګړتیاوو له برکته طالبانوپه ۱۸ اتلس کلن سرسخت مقاومت کې دخپلومهمو رهبرانواومشرانو له قرباني او شهادت سره سره د نړۍ زبرځواک د شاوخوا۵۰هیوادونوپه شمول هم په سیاسي اوهم پوځي ډګرکې رانسکورکړ.

هغه زبرځواک له بې وسي دمذاکرې میز ته مجبور، پنځه پړاوه خبرې یې تر سره او شپږم یې ممکین په دا نږدې څو ورځو کې صورت ونیسي.

له بده مرغه په دا ورستیو پړاونو کې له مذاکراتو څخه یاڅو ورځې مخکې اویاخو دمذاکراتو په جریان کې اشغالګرو دخپلوګوډاکیانو ترڅنګ په کنړ، کاپیسا، هلمند، غزني، پکتیااوځینو نورو ولایتونوکې داسې پوځي نادودې وکړې، چې د نړۍ په ماضي تاریخ کې یې بېلګه نه لیدله کیږي.

دوی د ټولوجنګي قوانینو خلاف کړنې ترسره کړې دوی زموږ د منلو اودرنو دودونو خلاف هغه ناوړه چارې تر سره کړې، چې نه خو چنګېز او نه خو کوم بل چا داسې بې عزتي زموږ هیوادوالو ته اړولې وه.

په دیني مهمو اوتاریخي مدرسو او جوماتونو بمورۍ او سوځول یې نه روس کړي وو او نه نورو.

دلته زه دنړۍ له ټولونظامیانو، پولیسو اواستخباراتوڅخه پوښتنه کوم، چې که تاسو دسم اویا ناسم راپور له مخې یو کور یا یو مکمل کلی پلټئ نو آیا لمړی یې دروازې په بمونو الوزوئ؟

آیا دوهم یې بې له پوښتنې نارینه او یا ښځینه په مرمیو غلبېل غلبېل کوئ؟

آیا دریم یې د مقدساتو سپکاوی کوئ جومات او مدرسه یې ورانوئ؟

اوآیا څلورم یې د ښځو ګاڼې او زېورات ورڅخه چور کوئ؟

اوپنځم ترټولوله زغمه وتلې خبره اوپوښتنه خو لا دا، چې په یوه داسې عنعنوي اومذهبي ټولنه کې چې هلته له دیني مقدساتوسره تقریبأ برابر، په ناموس خلګ سرونه ورکوي نو آیا تاسوبه یې نارینه مړه او ښځې له ځان سره بوزئ؟

دا پورتني موارد تکرارأ خو خاصتأ په دا تېره اونۍ کې له خپل ټول وحشت او رزالت سره ترسره شول خو نه دبشري حقونومدعیانو خوله خلاصه کړه نه خو ننۍ زلیلې مډیا او نه خوهغو پلورل شویو لیکوالانو، چې اوس یې طالبـانو ته ورښيي، چې تاسود الفتح عملیاتواعلان په ناسنجیده ډول وکړ اود خپلې لیکنې په سرلیک کې دا محترم لیکي، چې بې حوصله ملګري دې یې نه لولي.

زه دغه حوصله منداوجامع الکمالات لیکوال صاحب ته دومره وایم، چې اول خو داستاحوصله بې څه نه راته ښکاري اودوهم دا چې ته په هغو ورځوکې چېرې وې، چې د خالد په نوم عملیات د ګوډاګیانو له خوااعلان شول او تا محکوم کړي وای؟

له پورتني اعلان سره جوخت یې د طالبانو دله مینځه وړلو او ورڅخه ټولوسیمو نیولو خبره هم کړې وه.

دا په دې مانا، چې د سولې خبرې هسې مسخرې ورته ښکارېدې خو تا هغوی هیڅ محکوم نه کړل ستا حوصله ورته زیاته وه ما نا ورسره شریک وې که څنګه؟

ته جامع الکمالات په دې هم سرخلاص کړه، چې خالد نومي عملیات خو دهیواددغمیزې اواشغال د دوام په موخه پلان اواعلان شول خو تا محکوم نه کړل او د الفتح په نوم دطالبانوپسرلني عملیات دګران هیواد اومظلوم اولس د خپلواکي او ټولو ناخوالو د له مینځه وړلو په موخه اعلان شوي دي چې ته یې مخالف یې.

جالبه خو لاداده چې تا محترم لیکوال صاحب د آزادي ښکلې کلیمه دخپلې لیکنې په پای کې هم راوړې خوپه خپل نیت کې راته آزادی یا خپلواکي ضد کس ښکاره شوې.

لیکوال صاحبه!

که طالبانو دالفتح پسرلني عملیات چې له پوره بري سره په مخ روان دي نه وای اعلان کړي نواول به دهغو یتیمانو، کونډواو په بموریوکې زخمي هیوادوالو ناامیدۍ لا پسې زیاتې شوې وای، کومو چې د اشغالګرو مانا ستا د انډیوالانو (امریکایي ګوډاګیانواو تالیڅټو) په چاپو کې هر څه هست او نېست له لاسه ورکړل.

اودوهم به بزدله اشغالګرو فکرکړی وای، چې په طالبانو کې لکه چې نور کوم زور نه دی پاتې ځکه پسرلني عملیات نه اعلانوي نوبیابه دوی په شپږم پړاو مذاکراتو کې نورنازونه او نخرې کول خو اوس، چې سمه پته ورته ولګېده نو خلیلزاد حوصله له لاسه ورکړه اوویې وېل چې موږ دخپلو اجیرو ملېشو اوغلامانو ترڅنګ ولاړ یو خو په عین وخت کې پاکستان او قطر ته وایي، چې د الفتح پسرلني عملیات وغاندي؛ وا وا دادی یو بام او دوه هواوې.

اوس نو لیکوال صاحبه!

ستا ګوتې ماتې دي، چې د خلیلزاد په دې غیرمسؤلانه دریځ څه ولیکې؟

خلیلزاد دانساني ضمیر په دایره کې باید میانه روي اختیارکړې وای نه خنجر کشي، هغه پوځي نه و اونه دی دا خبره که سکاټ مېلر کړې وای دومره به بده نه وه لکه خلیلزاد چې وکړه.

د خلیلزاد په اړوند ما د جنوري په یوویشتمه۲۱ یوه لیکنه(خلیلزاد دسولې که دجنګ استازی؟)تر سرلیک لاندې کړې وه متاسفانه چې هغه نن ټکي اسیا خپره نه کړه.

اوس چې خلیلزاد کرار کرار خپله اصلې څېره رالوڅوي البته د مذاکراتو په دا شپږم پړاوکې به ډېر څه لا نورهم بربنډ شي نوبیاهغه ساعت هغه مصلحت او زموږ لیکنې.

که تاسوپه نن ټکي اسیاکې دښاغلي اصف آزاد لیکنه د(خلیلزاد دسولې او که دیوې بلې لوبې په هڅه کې!)تر سرلیک لاندې ولولئ نو مالومات به مو نور هم زیات شي.

خو له دغه نوي لیکوال څخه مې داهیله ده، چې څه موده لیکوالي پرېږدي اوپه عوض کې یې دطالبانو تاریخ مطالعه او دا مې دې هم واوري، چې اول خو کورنۍ جګړه نه را مینځ ته کیږي خدای ج مه کړه که رامینځ ته هم شي عمربه یې د اشغال په پرتله خورا کم وي البته څوکاله مخکې مایوه مقاله له دلائیلو سره د(تراشغاله کورنۍ جګړه بهتره ده) تر سرلیک لاندې لیکلې وه نو ته د خلګو اذهان مه مغشوشوه کرار په ځای کښېنه.

له نېکه مرغه اولس بیدار دی نور دهر لفاظ په خوږو خوپه زهرو لړلو جملاتو نه غولیږي زموږ دا تاریخي هیواد به د همدغو تاریخي اتلانو(طالبانو) په مېړانه انشا الله خپلواکي ترلاسه کوي.

نصر‌ من الله و فتح قریب

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

دظاهرشاه دحکومت په دورکی کاریګرنامی خلکی چه دکندهاردولایت اصلی غړۍ وو پسله عبدالرحمن دګونددوهم شخصیت وولوږیره یی پرایښی وه تاسوبه فکرکاوه چه ټوله شپه په تهجد اوقرآنکریم ویلوتیروی ده به په جماعت پسی دخلکودخطا یستلودپاره بی اودسه لمونځ کاوۍ اوس دغنی په حکومت کی یوږیرور پر شریعت برابریوه نجس پرقرآنکریم تفسری لیکلی کله چه ماتماس ورسره ونیوۍ داشرفغنی سړۍ ووداټول دارګ خلک دی داهغه خلک دی چه لکه کادیانیان اووهابیا ن په شاتوکی زهرتقسیموی،بهتره خوداوه چه نن ټکۍ اسیا ددومقالی نه خپرولای.

توکل
میلمه
توکل

بسمل صاب، د نشی منڅ د ویشتلی دی، همداسی ده درسره موافق یو.دو اشغالګرو ته چه زور نوی، د دوی په منطق سر نه خلاصیژی.

Karwan
میلمه
Karwan

بسمل صاحب، کور مو اباد، په قلم مو برکت، روغ او خوشحاله اوسي. هميشه مو حقيقت بيان کړي. دغو په کابل کي په واک راټول شويو ښاغليو زموږ ګران هيواد وران کړ او د افغانستان په تاريخ کي بدنامترين خلک همدوي دي. په حقيقت کي داهغه فاشيستان دي چه په هيځ ندي تړلي او اوس معلومه شوه چه په خپل ناموس هم ندي بند، الله د دوي ژر تباه کړي. په ډير درنښت کاروان

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

جوړ په خیر.
هر هغه څوک چه الفتح او یا خالد عملیات سنجیده ،پوره مکلمل ګڼی .نو الله ج د د هغه تنکی ماشومان همدا عملیاتو ته برابر چه دخپلوماشومانوغو ښی وینه لیدو په ارامان شی.آ
او که چیری دا تشویق کونکی په خارج کی په لندن او یا جرمن کی وی .خدای ج د همالته ماشومان د انګریز او جرمن موټر ټایرونو ته برابر کړی .چه پته ورته ولګی چه د بل غوښه هم همداسی خوږیږی.

جميل
میلمه
جميل

بسمل صاحب خيرونه مو په نصيب شه زما په اند ودی خلکوته چی تر غوړ لوښی لا غوړ دی او معقوليت هم نه منی تر ليکلو به نه ليکل ښه وی پدی چی دوی که د اسلام او آزادی غوښتونکو له لوری وترټل شی له خپلو بادارانو نه نور امتيازات تر لاسه کوی ، له دوی نه که پطلون او نيکر هم وکاږی خو يو څو ډالره په خوله کی ورواچوی بيا هم خوشحالی کوی او په ستايلو به دی نه ستړی کيږی ، دا غوندی خلک که زمونږ په هيواد کی نه وای د کفارو اشغال به هم نه… نور لوستل »