ورزش

چمپینز لیګ: د رونالډو لوبډله بهر او د میسي نیمه پایلوبې ته ووتله – ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ وری، ۱۳۹۸ل): د اروپا اتلانو لیګ (UCL) فوټبال سیالیو کې تېره شپه دوه کواټر فاینل سیالۍ ترسره شوې چې په یوه کې میسي نیمه پایلوبې ته او په بله کې رونالډو په ماتې خوړلو له سیالیو بهر شو.

د نړۍ دوه مشهور او نامتو لوبغاړو د خپلو لوبډلو لپاره د کواټر فاینل سیالۍ ترسره کولې چې نامتو لوبغاړي لیونل میسي د خپلې لوبډلې «برسلونا» په ګټه دوه ګولونه ووهل، بل لورې ته کریسټیانو رونالډو د «یوونتوس» لوبډلې لپاره یو ګول وواهه خو لوبډلې ته یې بریا ورنشوه کړای.

د برسلونا او مانچسټر یونیټډ، د یوونتوس او ایاکس لوبډلو ترمنځ تېره شپه په ۱۱:۳۰ بجې د کواټر فاینل سیالیو دویم پړاو ترسره شو چې په کې برسلونا سیال لوبډلې ته په درې-صفر او ایاکس لوبډلې خپل سیال په دوه-یو مات کړ.

د برسلونا لخوا لیونل میسي چې سږکال یې تر ټولو زیات ګولونه وهلي دي وتوانېد په ۱۶مه دقیقه کې په زړه توپوهنې سره ګول ووهي، په ۲۰مه دقیقه کې نوموړي یو وار بیا پر ګول شاټ وواهه چې د ګول ساتونکي له لاسو ووت او ګول شو، د برسلونا لخوا دریم ګول برازیلي لوبغاړي فیلیپ کواټینو په ۶۱مه دقیقه کې وواهه، چې په دې سره یې د اګریګیټ قانون له مخې په ۴-۰ نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

د برسلونا او مانچسټر یونیټډ لوبې لنډیز:

https://youtu.be/HHxajWI4VHg

دویمه سیالۍ چې ډیره جالبه او په زړه پورې وه، په ۲۶مه دقیقه کې رونالډو په سر توپ وهلو سره ګول وواهه، په ۳۴مه دقیقه کې د ایاکس لوبډلې لخوا ځوابي ګول ووهل شو چې د لومړۍ نیمايي تر پایه لوبه ۱-۱ مساوي شوه، په دویمه نیمایي کې د ایاکس لوبډلې ځوان لوبغاړو په ګول یو شمېر حملې وکړې خو اخر هم ۱۹ کلن لوبغاړي «ډي لایټ» په ۶۷مه دقیقه کې ګټونکی ګول وواهه، چې په همدې ډول یې د اګریګیټ قانون له مخې په ۳-۲ ګولونو نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

د یوونتوس او ایاکس سیالۍ لنډیز:

https://youtu.be/K7HhhNU7zio

ایاکس لوبډله په اروپا اتلانو لیګ کې تر ټولو ځوان لوبغاړي لرونکې لوبډله ده چې د لوبغاړو اوسطا عمرونه یې ۲۴ دي، په دې کې تر ټولو ځوان لوبغاړی ۱۹ کلن دی چې ډي لایټ نومیږي او د خپلې لوبډلې لپاره یې ګټونکی ګول وواهه، دغې لوبډلې لومړی ریال مدرید او اوس د رونالډو په ګډون یوونتوس لوبډله بهر کړه.

https://twitter.com/ChampionsLeague/status/1118261616276058113?s=20

د یادو سیالیو کواټر فاینل نورې دوه لوبې به نن شپه د لیورپول او پورټو (چې لیورپول په ۲-۰ وړاندې والی لري)، مانچسټر سیټي او ټوټنهام (چې ټوټنهام په ۱-۰ وړاندې لري) په ۱۱:۳۰ بجې ترسره شي.

د لیورپول او پورټو سیالۍ څخه به ګټونکې لوبډله د برسلونا پر وړاندې نیمه پایلوبه کې مخ کیږي، همدا ډول د مانچسټر سیټي او ټوټنهام سیالۍ ګټونکې به د ایاکس لوبډلې سره نیمه پایلوبه ترسره کوي، په دې لوبو کې لیورپول پر پورټو او ټوټنهام پر مانچسټر سیټي وړاندې دی.

د یادونې ده چې د کواټر فاینل سیالیو په لومړي پړاو کې برسلونا په یو-صفر مانچسټر یونیټډ ته، د ایاکس او یوونتوس سیالۍ یو-یو مساوي، ټوټنهام په یو-صفر مانچسټر سیټي ته او لیورپول پورټو ته په دوه-صفر ماتې ورکړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x