د مسکو بين الافغاني ناسته

د تفاهم په پلمه د تصادم لپاره ترتیب شوی نوملړ

نن ټکی اسيا سرليکنه

له یوې اونۍ جر وبحث وروسته بالآخره ګډ حکومت په دوحه کې د بین الافغاني تفاهم غونډې لپاره د لیږونکو کسانو نوملړ اعلان کړ.

د دغه نوملړ تشکیلاتي جوړښت ته په کتو سره داسې ښکاري چې حکومت اصلا په یاده غونډه کې د افغان لانجې ښکیلو لوریو ترمنځ د تفاهم اراده نه لري.

ځکه په یاد نوملړ کې ټاکل شوې څیرې ډیری هغه څوک دي چې د مفاهمتي فرهنګ په ځای فطرتا تصادم ته لیواله او په تیره ۱۸ کلنه دوره کې یې سیاسي تبارزهم د همدې لجوجانه سرشت محصول دی.

د یادو کسانو په ټاکلو سره ښاغلی غني غواړي په یوه بله پلمه د بین الافغاني تفاهم هغه غونډه چې ډیری سوله خوښو افغانانو ورپوري د سولې هیلې تړلې دي سبوتاژ کړي.

د ګډ حکومت لخوا د دغه بي حد او حصره نوملړ له اعلانولو څخه دوې خبرې په وضاحت څرګندیږي:

لومړۍ دا چې ګډ حکومت خپله بقاء د جګړې په غزولو کې وینې ، او کومې نمایشي هڅې چې د سولې په پلمه کوي هغه یواځې ابزاری حیثیت لري چې فقط د سیاسي او مادي امتیاز تر لاسه کولو لپاره یې رسنیزي کوي.

دوهمه دا چې په ګډ حکومت کې اساسي خبره د افغان ولس د ملي وحدت زیانمنول او په مختلفو قومونو او جریانونو باندې د افغانانو ویشل دي حتی که د سولې لپاره هم کومه هیله را ټوکیږي د هغې د خاموشه کولو لپاره باید داسې جګړه ییز بدمعاشان وګوماري تر څو د تفاهم غونډې هم د ټکر او مواجهې په محاذونو بدلې کړي.

د حکومت له لوري ټاکل شوی کسان که څه هم چې په بین الافغاني غونډې کې به د تفاهم په عنوان ګډون کوي مګر پایلې به یې حتما داسې تصادم وي چې د افغانانو ترمنځ به د اختلاف او بیلتون فاصلې نورې هم زیاتې کړي او همدا په حقیقت کې د جان کیري په لاس د ایجاد شوي ملي وحدت په نوم حکومت اساسي رمز دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

دغه عین حکومت دۍ اوحکومت چه وس یی کیږی په افغانستان کښی آرامی او دافغانانوخپل حکومت نه غواړی که افغانی حکومت فایم سی دغه ټول محاکمه کیږی .

جميل
میلمه
جميل

والله خيرالماکرين څه مکرونه او چلونه چی امريکايانو او غلامانويی پکار واچول ډيری يی د مجاهدينو په ګټه تمام شول ، که دا رنګارنګ ستراتيژی وی که د کيری پلاس جوړشوی غلام دولت و او نوری ناخوالی ډيری يی د غاصبو او غلامانو په تاوان وی ، دوی غوښتل چی افغانان په تيره بيا مجاهدين پخپلو مينځو کی سره وپاشی خو دوی پخپله داسی سره وپاشل شول لکه د پاتی غ.. چی بوی يی نه يوازی هيواد متعفن کړی بلکه ټوله نړی يی بويناکه کړه ، خو برعکس مجاهدين پخپلو مينځو کی نور هم سره ټينګ او مضبوته شول .… نور لوستل »