نن ټکی اسیا

د تفاهم په پلمه د تصادم لپاره ترتیب شوی نوملړ

نن ټکی اسيا سرليکنه

له یوې اونۍ جر وبحث وروسته بالآخره ګډ حکومت په دوحه کې د بین الافغاني تفاهم غونډې لپاره د لیږونکو کسانو نوملړ اعلان کړ.

د دغه نوملړ تشکیلاتي جوړښت ته په کتو سره داسې ښکاري چې حکومت اصلا په یاده غونډه کې د افغان لانجې ښکیلو لوریو ترمنځ د تفاهم اراده نه لري.

ځکه په یاد نوملړ کې ټاکل شوې څیرې ډیری هغه څوک دي چې د مفاهمتي فرهنګ په ځای فطرتا تصادم ته لیواله او په تیره ۱۸ کلنه دوره کې یې سیاسي تبارزهم د همدې لجوجانه سرشت محصول دی.

د یادو کسانو په ټاکلو سره ښاغلی غني غواړي په یوه بله پلمه د بین الافغاني تفاهم هغه غونډه چې ډیری سوله خوښو افغانانو ورپوري د سولې هیلې تړلې دي سبوتاژ کړي.

د ګډ حکومت لخوا د دغه بي حد او حصره نوملړ له اعلانولو څخه دوې خبرې په وضاحت څرګندیږي:

لومړۍ دا چې ګډ حکومت خپله بقاء د جګړې په غزولو کې وینې ، او کومې نمایشي هڅې چې د سولې په پلمه کوي هغه یواځې ابزاری حیثیت لري چې فقط د سیاسي او مادي امتیاز تر لاسه کولو لپاره یې رسنیزي کوي.

دوهمه دا چې په ګډ حکومت کې اساسي خبره د افغان ولس د ملي وحدت زیانمنول او په مختلفو قومونو او جریانونو باندې د افغانانو ویشل دي حتی که د سولې لپاره هم کومه هیله را ټوکیږي د هغې د خاموشه کولو لپاره باید داسې جګړه ییز بدمعاشان وګوماري تر څو د تفاهم غونډې هم د ټکر او مواجهې په محاذونو بدلې کړي.

د حکومت له لوري ټاکل شوی کسان که څه هم چې په بین الافغاني غونډې کې به د تفاهم په عنوان ګډون کوي مګر پایلې به یې حتما داسې تصادم وي چې د افغانانو ترمنځ به د اختلاف او بیلتون فاصلې نورې هم زیاتې کړي او همدا په حقیقت کې د جان کیري په لاس د ایجاد شوي ملي وحدت په نوم حکومت اساسي رمز دی.