انګلستان له جوفرا ارچر پرته نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ وری، ۱۳۹۸ل): د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې نوملړ په داسې مهال کې په ډاګه کړ چې جوفرا ارچر یې په لیست کې نه دی شامل شوی.

ویل کیدل چې ویسټ انډیزی جوفرا ارچر به چې د انګلستان د لوبډلې برخه دی په یاد نوملړ کې شامل شي خو نوموړی په دغه لیست کې نه دی ورځای شوی، ارچر په تېره نږدې کې په شل اوریزو سیالیو کې بریالی ثابت شوی دی، خو نوموړی د نړیوال جام څخه وړاندې د پاکستان او ایرلینډ پر وړاندې سیالیو کې شامل شوی دی.

د انګلستان کرېکټ غوراوې کمېټې لخوا په یاد لیست کې د ایون مورګن په مشرۍ یوازې پنځه چټک توپ اچونکي شامل شوي، دوه آلراونډران چې یو یې چټک توپ اچونه هم کوي، دوه ویکټ کیپران، یو سوکه توپ اچونکی او نور توپوهونکي شامل دي.

د پنځلس کسیزې لوبډلې نوملړ په لاندې ډول دي:

ایون مورګن (لوبډلمشر)، معین علي، جوني بیرسټو، جوس بټلر، جوی ډینلي، الیکس هیلز، جیسن روی، بین سټوکس، جوي روټ، عادل رشید، ټام کورن، لیم پلنکټ، ډیویډ ویلي، کریس ووکس او مارک ووډ.

د نړیوال جام لپاره د لوبډلې په نوملړ کې د کرېکټ نړیوالې شورا قانون له مخې هره لوبډله کولای شي پرته له کمې ستونزې په خپله خوښه تر ۲۳م مۍ پورې بدلون راولي.

یاده دې وي چې له دې وړاندې د نړیوال جام لپاره د نیوزیلنډ، استرالیا، هندوستان او بنګلدیش لوبډلو نوملړ په ډاګه کړی چې د هغې ځای حالاتو ته په کتلو یې زیات تمرکز په چټک توپ اچونکو کړی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د