بحرین، له ایران سره د اړیکو په تور د ۱۳۸ وګړو تابعیتونه لغوه کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۸ل): د بحرین هیواد لویي محکمې له ترهګرۍ سره د تړاو په تور د ۱۳۸ بحریني وګړو د تابعیتونو د لغوه کولو اعلان کړی.

د بحرین لوی څارنوالۍ ویلي چې د ۱۳۸ تنو هغو بحریني وګړو لیست یې محکمې ته سپارلی چې د ایران له سپاه پاسداران پوځ سره د اړیکو په تور تورن دي.

ویل کیږي چې د یاد لیست کسان د دې ترڅنګ چې تابعیتونه یې د تل لپاره لغوه شوي؛ د محکمې لخوا له درو کلونو نه تر ټول عمر پورې په بند هم محکوم کړل شوي دي.

د بحرین لوی څارنوالۍ ویلي چې دا کسان د ایران د سپاه پاسدارن سره په اړیکو درلودو او په بحرین کې د ترهګریزو پټو پلانونو جوړولو په تور تورن پیژندل شوي، چې له امله یې هم د بحرین تابعیتونه لغوه شوي او هم په بند محکوم کړل شوي دي.

آزادو سرچینو ویلي چې نوموړي کسان ټول شیعه ګان دي، له ایران سره د اړیکو درلودو په تور وروسته له هغه تورن شوي چې په دې وروستیو کې امریکا د ایران ځانګړی ځواک سپاه پاسداران په تور لیست کې شامل کړ.

بحرین د سعودي په مشرۍ د هغه ائتلاف غړی هیواد دی چې د قطر پرضد یې بندیزونه لګولي او په خلیج کې خپلي ځانګړۍ پالیسۍ مخ ته وړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د