یوناما: د حکومت په زندانونو کې شکنجې اوس هم دوام لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر «یوناما» لخوا په خپاره شوي یو راپور کې ویل شوي چې د افغانستان په توقیف خانو کې لا هم د زندانیانو شکنجې دوام لري او دا لړۍ تراوسه پای ته نه ده رسیدلي.

یوناما ویلي، چې دا راپور یې د بشري حقونو له ادارې سره په ګډه چمتو کړی چې په کې د شکنجو او ربړونو په اړه پلټنه شوي ده.

یوناما ویلي، د ۲۰۱۷ کال له جنورۍ څخه بیا د ۲۰۱۸ کال تر پایه د هیواد د ۲۸ ولایتونو په ۷۷ توقیف خانو کې ۶۱۸ زندانیانو د شکنجې او بد چلندۍ په اړه د ملګرو ملتونو استازولۍ ته شکایت کړی دی.

په راپور کې راغلي، د ۲۰۱۷ کال له جنورۍ څخه بیا د ۲۰۱۸ کال تر پایه په نظارت خانو کې د شکنجې او بد چلند کچه ۳۲٪سلنې ته راټېته شوې ده.

راپور زیاتوي، د بندیانو ځورول د پولیسو په بندخونو کې له ۴۵ سلنې څخه۳۱ سلنې ته راټیټ شوي، په داسې حال کې چې د ملي امنیت په توقیف خانو کې بیا شکنجې او بدچلند کچه له ۲۹ سلنې څخه ۱۹ سلنې ته راټیټه شوې ده.

په راپور کې راغلي، تر ټولو زیاتې شکنجې او د بندیانو ځورول د کندهار په توقیف خانو کې ترسره شوي چې ترې جوتیږي “د دغه ښار د ملي پولیسو توقیف ځایونو کې د شکنجې د وحشیانه ډولونو، لکه خپکۍ کولو، برقي شاټونو، له تناسلې آلې څخه د راښکلو او د کوټې له چت څخه د راځوړندولو په ګدون ۷۷ سلنه د اندیښنې وړ شکنجو ادعاوې شوي دي.”

په راپور کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرې، “ میشل باشلیټ“ له قوله ویل شوي چې افغان حکومت تیرکال د شکنجې د مخنیوي ژمنه کړې وه چې لا یې هم نه ده عملي کړې.

راپور په پای کې پر افغان حکومت ږغ کړي چې ژر تر ژره دې خپله کړي ژمنه عملي او په زندانونو کې د ناوړه چلند او شکنجو د مخنیوي په برخه کې دې اغیزمن ګامونه واخلي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د