نړۍ

نوي ډهلي: هندوستان هم کولای شي پاکستان کی دامریکي رنګه عملیات ترسره کړي

indian_defence_minister (نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۵) نوی ډهلي: دهندوستان د درو سره ځواکونو لوي درستیز (وي کي سین) دیوي غونډي پرمهال رسنیو ته ویلي دي، چی دهندوستان هیواد هم ددي جوګه ده ترڅو هغه رنګه عملیات په پاکستان کي تر سره کړي لکه څرنګه چي امریکایانو داسامه دوژلو لپاره ترسره کړل.

نوموړي زیاته کړه کچیري دداسي عملیاتو ضرورت پیداشو نو دهندوستان ددرو سره قواوو ځواکونه په اسانی سره کولای شي دپاکستان په خاوره کي دامریکایانو رنګه عملیات ترسره کړي، دهندوستان هیواد دپریس ټرسټ په نامه سره ورځپاڼي خبرورکړي دي چي له ښاغلي سین څخه پوښتنه وشه، ایا دهندوستان هیواد به هم وکولای شی داسي ډول کامیابه عملیات ترسره کړي لکه امریکایانو چی ترسره کړل، نوموړي زیاته کړه ولی نه.
دیوبل سوال په جواب کي سین وویل دپاکستان په خاوره کي دننه دامریکایانو دعملیاتو په اړه پاکستانیان په جریان داچولو او یا نه اچولو اسوال باید خپله له امریکایانو اویا له پاکستانیانو څخه وپوښتل شي
بخت الرحمن بخت……………نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x