ټي آرټي تلویزون: افغان ځواکونه د ترهګرو په نوم عام افغانان وژني

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۸ل): د ترکیې مشهور تلویزوني چینل TRT په یوه مستند راپور کې ویلي چې افغان پوځیان په زیاتو عملیاتو کې ملکي افغانان د تروریستانو په نوم وژني.

یادې سرچینې په هلمند کې د ځانګړو ځواکونو لخوا وروستیو عملیاتو ته اشاره کړې چې په ترڅ کې یې دوه تنه میرمنې د ګډوځواکونو لخوا په خورا قساوت سره له کورونو یوړول شوې او له یوه پراخ ولسي لاریون وروسته بیرته را خوشې شوې.

د مطلب لیکوال «عمران فیروز» وایي، په دغه پیښه کې ګډوځواکونو څو بیګناه افغانان په مخامخ ډزو ووژل او د یوې ښځینه ډاکټرې په ګډون یې دوه میرمنې له ځانه سره یووړې.

راپور زیاتوي، دا حمله د پخواني ولسمشر حامدکرزي لخوا په سختو ټکو وغندل شوه او دا یې د بشري حقونو سرغړونه او لوی انساني جرم وباله.

ټي آر ټي وایي، د اشرف غني اداره همیشه د خپل ځان په ګټه خبر ورکوي او تر دې پیښې وروسته یې یادې دواړه میرمنې له القاعده ډلې سره تړاو درلودونکې یادې کړې، خو د دولتي چارواکو پر دې ادعا هیڅوک هم باور نه شي کولی ځکه چې په وینا یې د کابل اداره په منظمه توګه د تروریستانو پر وړاندې له جګړې نه غلطه استفاده کوي، په لوی لاس عام افغانان وژني او بیا پرې د ترهګر ټاپه لګوي، چې وروسته بیا یادې سیمې ته د خبریالانو لپاره اجازه هم نه ورکول کیږي تر څو د سیمې له خلکو سره خبرې وکړي او مستند راپور جوړ کړي.

راپور وایي، د حکومت دا ادعا چې ګواکې دا میرمنې د القاعده ډلې اړوند وې، د نه منلو ده ځکه لا تر اوسه ناټو هم نه پوهیږي چې ایا افغانستان کې اوس هم القاعده شته او که نه.

رسنۍ د خلکو اعتراض ته هم پاملرنه کړې چې په وینا یې، له دې لوی ولسي اعتراض نه هم جوتیږي چې افغان پوځیانو خپل عام افغانان په نښه کړي، نه د نورو هیوادونو اتباع.

ټي آر ټي د هلمند د ولایتي شورا د رئیس قول هم را اخیستی چې ویلي یې دي، په دې عملیاتو کې په ټولییز ډول ملکیان نښه ګرځول شوي او هیڅ وسلوال پکې شتون نه درلود.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د