څرنګه پوهیږئ چې جادو درباندي سوی؟/ حکم، ځان ساتنه او علاج

ژباړه: عبدالرحمن

جادو یا سحر:

یو انسان په خپل ژوند په مختلفو مراحلو کې د ستونزو او مشکلاتو سره مخ کیږي، چې له امله یې فکر کې بدلون راځي، ذهن یې مشوش کیږي، او په نورو ذهني او جسدي ناروغیو مبتلا کیږي، ځیني کسان په خپل ژوند کې دغه سي مشکلات جادو او سحر ته منسوبوي او پر دې فکر نه کوي چې کیدای سي دغه سي حالات تر شا نور مسببات ولري، دوی باید د خپلو ستونزو او ناروغیو سم تشخیص وکړي او په علاج یې لاس په کار سي، او تر څنګ یې الله تعالی ته پناه یوسي، دعا وکړي او په دعا کې ټینګار وکړي، ځکه چې په دعا سره انسان کولای سي چې حتی خپل تقدیر بدل کړي، امام غزالي رحمه الله فرمايئ: پوهه سه چې دا هم د تقدیر او قضا یوه برخه ده چې په دعا سره د بلا مخنیوی کیږي، ځکه چې دعا په حقیقت کې هم د بلا د مخنیوي سبب ګرځي او د الله تعالی رحمت را جلبوي.

بل اړخ ته بیا نا امیدي او بیزاري د مؤمنانو د صفاتو څخه نه ده، همداسي پر الله تعالی توکل کوونکی او اعتماد کوونکی خپل ټول مشکلات او ناروغیاني حسد، سحر او نظر ته نه منسوبوي، بلکې هڅه کوي چې پر الله تعالی امید ولري، دعا وکړي او خپل د مشکلاتو د رفع کولو لپاره د مشروعو اسبابو څخه کار واخلي.

سحر په عربي لغت کې فتنې، چل ول او خطا ایستلو ته وايي. خو په اصطلاح کې بیا هر هغه عمل یا شي ته وايي چې په هغه کې خطا ایستل، چل ول او یا د شیطانانو او پيریانو تاثیر وي. په جادو کې د غیر الله څخه کومک اخیستل کیږي، غیر الله ته پناه وړل کیږي او داسي کارونه په تر سره کیږي چې هغه ظاهرا خارق العادة ښکاري. سحر هم زده کیږي او هم بل ته ور زده کول کیږي.

د سحر/ جادو حقیقت:

علماء د سحر په حقیقت کې اختلاف لري، چې ایا دا رشتیا هم ثابت دی، واقع کیږي او کنه؟

د هل السنة والجماعة اکثره علماء وايي چې سحر ثابت دی، واقع کیږي او حقیقت لري، دوی استدلال کوي د الله تعالی په کلام باندي چې فرمائي: (وَاتَّبَعُوا مَا تَتْلُو الشَّيَاطِينُ عَلَىٰ مُلْكِ سُلَيْمَانَ وَمَا كَفَرَ سُلَيْمَانُ وَلَـٰكِنَّ الشَّيَاطِينَ كَفَرُوا يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ وَمَا أُنزِلَ عَلَى الْمَلَكَيْنِ بِبَابِلَ هَارُوتَ وَمَارُوتَ).سورة البقرة، آية: 102.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائي:
(ليس منَّا من تَطيرَ أو تُطيرَ له، أو تَكهَّن أو تُكهِّنَ له، أو سَحر أو سُحر له، ومن أتى كاهناً فصدَّقَه بما يقولُ فقد كفر بما أنزل على محمدٍ صلَّى اللهُ عليهِ وسلَّمَ). رواه الطبراني


دوهمه ډله علماء چې هغو کې د معتزله علماء دي او د ځینو نورو مذاهبو علماء هم ورسره دي، لکه ابن حزم او ابو اسحاق (شافعي عالم).

دوی وايي چې جادو هیڅ حقیقت نه لري، بلکې دا یو قسم تخیل دی، فریب دی، د لاس صفائي ده او دوکه ده.
دوی استدلال کوي په لاندي ایتونو: قال الله تعالى: (يُخَيَّلُ إِلَيهِ مِن سِحرِهِم أَنَّها تَسعى)، سورة طه، آية: 66.

دوی وايي چې الله تعالی د موسی علیه السلام په کیسه کې د مارانو ګرځېدل حقیقې نه وه بللې، بلکې ویلي چې دوی ته داسي تخیل وسو.

په همدې کیسه کې بل ایت دی:
(قالَ أَلقوا فَلَمّا أَلقَوا سَحَروا أَعيُنَ النّاسِ وَاستَرهَبوهُم)،[٩] سورة الأعراف، آية: 116

یعني سحر د سترګو په تخیل او فریب سره واقع کیږي، سترګې چې څه ویني، هغه سحر بولي، خو هغه سي نه وي.

هغه علامې چې پر مسحور ښکاره کیږي:

د هغو علماو په نظر چې سحر حقیقت بولي، ځیني داسي علایم او دلیلونه سته چې پر سړي ښکاره سي، نو سړی ګمان کولای سي چې دا به د سحر له وجې وي، خو دا حتمي هم نه ده چې دا به حتما د سحر له وجې وی، ځکه چې ډیر وخت داسي سوي وي چې دغه علامې وې خو هغه په حقیقت کې سحر نه وي.

ځیني هغه علامې په لاندي ډول دي:

۱- مسحور کس په عموم کې د عباداتو څخه بیزاره سي، د الله تعالی له ذکره بیزاره وي، عبادت په نه زړه کوي، د دین په اړه د هر څه اوریدلو څخه کرکه لري.

۲- په مکرر ډول بد او ویروونکو خوبونو لیدل.

۳- ځیني بدني اعراض څرګندېدل، لکه د سړي پر سر باندي همیشنی درد، د پوستکي رنګ بدلېدل، بې سببه کمزوری کیدل، د مخ رنګ بدلېدل.

۴- د پام اوښتل، ذهني کمزوری او په عامو خبرو ډیر حیرانېدل

۵- د نظر کمېدل

۶- وهمې کېدل ، وختونه او پيښې سره ګډوډول وغیره..

۷- ژر غوصه کېدل، بې وجې مشکلات او ستونزې ایجادول

۸- د خپل ځان او مظهر خیال نه ساتل.

۹- پر خپل کار باندي ناراضایت، بې قناعتي او همیشه شکایت کول.

۱۰- د خپل ښځې سره د جماع څخه منعه کېدل.

۱۱- نفس تنګي

——–

د سحر حکم:

پر مسلمان باندي د سحر سره هر رنګه تعامل حرام دی، سحر حرام دی او ساحر/جادوګر د اسلام څخه وتلی کافر دی، جادوګر تر هغو جادو نسي کولای تر څو چې يې داسي کار نه وي کړی چې له اسلامه باندي وتلی نه وي، لکه پيریانو ته د هغوی په نامه ذبح کول، د هغوی څخه کومک او مدد غوښتل، هغوی ته رجوع کول، د الله تعالی د کلام توهین کول.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډیرو ځلونو مسلمانان منعه کړي چې د جادوګرانو څخه دي لیري ګرځي، د هغوی خبره اورېدل او یا رشتیا ګڼلو په اړه یې سخت وعیدونه راغلي دي..

نبي صلی الله علیه وسلم فرمائي:
(من أتى عرَّافاً فسألَه عن شيٍء لم تُقْبَلْ لهُ صلاةٌ أربعين ليلةً) رواه مسلم،

که یو کس فالبین ته ورغی او پوښتنه یې ځیني وکړه، د هغه څلویښت ورځې لمونځ نه قبلیږي.

د سحر څخه ځان ساتنه:

مسلمان باید د الله تعالی سره خپل تړاو زیات کړي تر څو له هره شره په امن کي سي، مثلا:

۱- د الله تعالی وحدانیت ته قایل سي، الله تعالی توحید په زړه کې قوي کړي، دې باندي یقین ولري چې هر څه د الله تعالی له طرفه دي، الله تعالی پر یوه انسان باندي کله کله داسي یو مصیبت نازل کړي چې هغه په حقیقت کې دده لپاره خیر وي، خو دی په ځان نه پوهیږي. الله تعالی فرمائي: (وَإِن يَمْسَسْكَ اللَّهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهُ إِلَّا هُوَ وَإِن يَمْسَسْكَ بِخَيْرٍ فَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ). سورة الانعام، آية: 17.

۲- په زړه کې ایمان قوي کول، ځکه چې شیطان د قوي ایمان لرونکي کس څخه لیري تښتي، الله تعالی فرمائي: (إِنَّهُ لَيسَ لَهُ سُلطانٌ عَلَى الَّذينَ آمَنوا وَعَلى رَبِّهِم يَتَوَكَّلونَ*إِنَّما سُلطانُهُ عَلَى الَّذينَ يَتَوَلَّونَهُ وَالَّذينَ هُم بِهِ مُشرِكونَ). سورة النحل، آية: 99-100.

۳- د الله تعالی ذکر مدام په هر حالت او وخت کې کول، الله تعالی فرمائي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا).[ سورة الأحزاب، آية: 41.]

۴- هره ورځ بلا ناغه آیت الکرسي ویل.

۵- هره ورځ د سورة البقر وروستي دوه ایتونه لوستل.

۶- د قرآن کریم وروستي ۳ سورتونه ( اخلاص، الفلق او الناس) لوستل.

د سحر علاج:

سحر یوه ناروغي ده، چې انسان په اخته کیږي، جسدا او روحا یې تکلیفوي. د بلې هرې ناروغۍ په څېر باید د سحر څخه هم تداوي وشي، خو باید دغه تداوي په مشروعه توګه وي.

د سحر څخه د تداوي لاندي طریقې رایج دي:

۱- پد سحر علاج په سحر.

دا بلکل مطلق حرام دی، د شریعت خلاف دی، ګناه کبیره ده او رسول الله صلی الله علیه وسلم شدید ممانعت ځیني کړی دی.

رسول الله صلی الله علیه فرمائي: (اجتنبوا السبع الموبقاتِ، قالوا: يا رسولَ اللهِ، وما هنّ؟ قال: الشركُ باللهِ، والسحرُ، وقتلُ النفسِ التي حرّم اللهُ إلّا بالحقِّ، وأكلُ الربا، وأكلُ مالِ اليتيمِ، والتولي يومَ الزحفِ، وقذفُ المحصناتِ المؤمناتِ الغافلاتِ).[متفق علیه]

او دې ته ورته نور احادیث.

۲- د سحر علاج په قرآن کریم او مسنونو دعاګانو باندي.

دا جایز دی، خو لازمه په کښي داده چې د قرآن کریم د آیتونو او مسنونو دعاګانو سره نور څه داسي خلط نه سي چې هغه کې شرک او بدعت وي.

۳- د سحر موندل، را ایستل او خلاصول.

د سحر په علاج او خلاصون کې دغه طریقه هم ډېره فعاله بلل کیږي، ځکه چې ساحران کله سحر وکړي، هغه بیا یو ځای ښخ کړي، که هغه وموندل سي او خلاص سي، د سحر تاثیر ختمیږي.

ددې لپاره چې سحر وموندل سي، باید الله تعالی ته سړی خواست وکړي، دعاګاني وکړي او د الله تعالی څخه کومک وغواړي چې دغه سحر پیدا کړي او ختم یې کړي.

۴- خرما او عجوه، هم د سحر د علاج لپاره یوه ښه ذریعه بلل کیږي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکرر ډول ټینګار باندي کړی دی، لکه فرمائي چې:

(من تصبَّحَ كلَّ يومٍ سبعَ تمَراتٍ عجوةً، لم يضرَّه في ذلك اليومِ سمٌّ ولا سحرٌ).[رواه البخاري]

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د