
نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۹ وری، ۱۳۹۸ل): کابو له دوو اونیو جنجالونو، ناندریو او سلا مشورو وروسته تېره ورځ ګډ حکومت د قطر په بین الافغاني ناسته کې د ګډون کوونکو نوملړ نشر کړ، تېر ماښام یاد کسان ارګ ته بلل شوي وو او د ګډ حکومت مشر ورته خپله وینا واورله.
اشرف غني یادو کسانو ته په خطاب کې وویل چې؛ سره له دې چې شاید تاسو په شخصي ډول له طالبانو سره رابطې ولرئ مګر په لومړي ځل تاسو ته زمینه برابره شوې څو له مقابل اړخ سره هر اړخیز بحثونه وکړئ.
نوموړي زیاته کړه؛ تاسو د افغانستان د ملت او حکومت استازي یاست، له طالبانو سره زموږ هیلي او غوښتنې شریکې کړئ او هغوی ته وریاده کړئ چې د «افغانستان له حکومت» سره له خبرو پرته بله لار نه لری.
هېره دې نه وي چې؛ د ګډ حکومت مشر داسې مهال د قطر د بین الافغاني ناستې ګډونوال خپل استازي بولي چې؛ طالبانو په بیا، بیا ټینګار کړی چې په یاد کنفرانس کې به هر ګډونوال خپل شخصي نظر بیانوي او دوی د حکومت یا بل ادرس په استازیتوب له چا سره خبرو ته تیار نه دي.
د غونډې یوه تنظیموونکي او د «دوحي انسټيټوټ» مشر «سلطان برکات» هم په خپل ټویټر باندې د یادې غونډې د کوربه توب تر څنګ ذکر کړې چې د یادې غونډې ګډونوال د شخصي نظر څرګندولو حق لري.
د دوعا بلا د در پسي شي،
كه د دوي څیرو ته لژ په دقت سره وكتل شي نو په څیرو كي يي منافقت له ورايه څرګندیژی،
د منا فقينو لاسونه هڅکله د الله(ج) پاك دربارته نشي اوږدیدلی