افغانستانخبرونه

افغانستان کې جنګېدلو کاناډايي عسکرو «ځان وژنو» ته مخه کړې

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۹ وری، ۱۳۹۸ل): په کاناډايي فوځ پورې د تړلو ادارو وروستۍ څېړنې ښيې چې؛ هغه کاناډايي عسکر چې د افغانستان له جګړې ستانه شوي ډېرو یې ځان وژنې ته مخه کړې.

د غه څېړنه چې دکاناډايي فوځ د روغتیايي برخې د راپور په اساس چمتو شوې څرګندوي چې؛ د افغانستان په جګړه کې پاتې شوي نارینه عسکرو په فوځ کې د ځان وژنې ریکارډ جوړ کړی.

د یاد راپور په اساس؛ په افغانستان کې د اوږدې جګړې په مهال کاناډا ۱۵۸ عسکر له لاسه ورکړي خو له ۲۰۱۰ میلادي کال راپدېخوا له افغانستان څخه راستنو شویو ۱۵۵ عسکرو ځان وژنه کړې  چې تر دې دمه  په فوځ کې د ځانوژنې تر ټولو ستره کچه ښيي.

له یادو عسکرو څخه ډېرو یې په عامه ځایونو کې ځانونه وژلي او ځینو نورو یې بیا په خپل ژوند سربېره د کورنۍ د غړو او یا عامو کاناډایو ژوند هم اخستی.

یاده دې وي چې؛ کاناډا یوازېنی هیواد نه دی  چې له افغانستان څخه ورستانه شوي عسکر یې ځان وژنه کوی تر دې وړاندې په امریکايي فوځ او له هغه وروسته په برتانوي عسکرو کې د رواني ناروغیو او ځان وژنې راپورونه هم ورکول شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نعمان عاطف

الحمد لله ثم الحمد لله اللهم بارک فی قتلهم

الجاج استاذ بیانزی

دا حال په ټولو هیوادو په ځانګړی ډول امریکایی عسکرو کی حتی تر دی زیات دی، مګر امریکایی پالیسی دا ده چه د خپلو تلفاتو کچه تل پټه یا ډیره کمه وښیی. مګر ولی ځانوژنی کوی؟ ځکه چه : په جنګ کی د جنګ د هدف سپیڅلتیا د عسکرو مورال لوړوی، د اشغالګرو عسکر سل په سلو کی غریب او صرف په لیک او لوست پوهیږی مغزونه یی پرمینځل شوی یعنی صرف کور کالی ډوډی پیژنی او بس . د دی د پاره چه هغوی جنګ ته وهڅوی یعنی مورال یی پورته کړی ورته ویل شوی چه اسلامی نړی په… نور لوستل »

جميل

دا د هغو ظلمونو نتيجه ده چی دوی په افغانستان کی مرتکب شوی او خولی يی بندی دی څه نشی ويلای او په مردارو بدنو کی يی زړه په عذابوی او د زړه پاړسوب يی دومره ډير شی چی پخپله ځان مردار کړی ، بل داچی دا د هغو مظلومو ښراوی دی چی د عرش مبارک تر رسيدو يی کوم حجاب نشته او د قبولی وعده يی شويده او پاک الله(ج) د وعدی خلاف نه کوی ، دا ښراوی به دوی نور هم په عذاب او مردار کړی . اِن شاءالله
ولعذاب الآخرته اکبر .

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x