پوهنې وزارت: ۴۰۰ ښوونځي لا هم د زده کوونکو په مخ تړلي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۹ وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د پوهنې وزارت وايي؛ د بېلابېلو ستونزو له امله د ۴۰۰ ښوونځیو دروازې لا هم د زده کوونکو په مخ تړلې پاتې دي.

د پوهني وزیر «میرویس بلخي» تېره ورځ په کابل کې یوې ناستې ته وویل «بریدونه، د امنیت نشتون او بېلابېلې ستونزې د ۴۰۰ ښوونځيو د تړل کېدو لامل شوې چې له امله یې ګڼ شمېر زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي».

د نوموړي په وینا؛ له یاد تعداد ښوونځیو څخه ځينې د لنډې مودې، ځینې یې د اوږدې مودې او ځینې یې د وضعیت د خرابوالي له امله د تل لپاره تړل شوي.

یاده دې وي چې؛ پوهنې وزارت داسې مهال د امنیت نشتون په هیواد کې د ښوونځیو د تړل کېدو لامل بولي چې څو ځله، له بیلابیلو ولایتونو څخه رسنیو راپورونه خپاره کړل چې؛ ګواکي دولتي عسکرښوونځي د امنیتي پوستو په حیث کاروي او زده کوونکو ته دننه ورتګ اجازه نه ورکوي، د پوهنې وزارت هم یادې ستونزې تائیدوي او هر ځل یې ادعا کړې چې نور به ښوونځي د امنیتي پوستو په حیث نه کارول کېږي او دولتي عسکر به د تعلیمي مراکزو امنیت ته پام کوي، مګر له دې سره، سره کابو دوه اونۍ وړاندې په غزني ولایت کې د «ملا نوح بابا» په نوم ښوونځي باندې د دولتي عسکرو د پوستې له لوري هاوانونه وغورځول شول چې په پایله کې یې۴ کسان مړه او ۱۷ نور ټپيان شول.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د