له دواړو لوریو ترهیدلې شرقیان (هند او چین)

استاذ محمد زمان مزمل

محمد زمان مزمل

د شوروی ماتې دوه خطرناک احتمالات په ځای پریښودل:
اول: د شوروی ماتوونکیو مسلمانانو راتلونکې خطرات
دویم: د شوروی نه د فارغې امریکا خطرات
کیدایشې دا اسلامپالو د خطرناکې راتلونکې په اړه اندیښنه له ډیرو سره ریښتینې وی آن د اسلامې هیوادونو مشرانو سره هم، خو دغه اندیښنه د چین او هند سره د بل هر هیواد زیاته ده.
دا چې چین افغانستان ته د امریکا د نظامې راتګ په اړه سکوت یا ملګرې کوی دا خپله ښیې چې چین یا له مسلمانانو نه تشویش لری او یا دا چې په افغانستان کې د امریکا روان جنګ د نه جنګ نه ښه ګڼې دا خپله ښیې چې چین له امریکا هم جدی ویره لری.
که څه هم دغه اندیښنه په هند کې له چین سره لږ او ډیر توپیر لری ولې هند چې له بیرونې مهاجمو امپراتوریو ډیر ترخه څکلې دي هغوئ د هیچا داؤطلب کوربانه نه کیږی او باید نشی ولې په افغانستان کې د شوروی په اشغال او بیا د امریکا په اشغال کې هند د افغانستان هغه پور اداء نشو کړی چې افغانانو د انکلیس لخوا د هند د اشغال په پړاؤ کې د هند د ازادی لپاره په خوارو ډډو وګالل.
بیا هم هند که د شوروی په مهال له افغانانو سره د پاکستان په پرتله مثبته همکاری ونکړه خو د شورویانو سره یې جدی مرسته هم ونکړه او دا د هند او هندو مذهبې مشرانو سوړ سیاست دی چې د دوی په جوار کې بهرنیان نه تاوده پالل کیږی او نه تاوده ځوابیږی.
همداسی هند د امریکا په اشغال کې نه هآغسی له امریکا سره ودریده لکه پاکستان او نه یې هآغه منافقانه سیاست غوره که لکه د ایران مذهبی اخوندانو.
بیا هم هند او مشران یې د سیاسی مسلمانانو نه چندان خاطره نلری.
امریکا د طالبانو نه د چین او هند د بیری په ویزه افغانستان ته راغلې ده که نه د چین، هند او روسیې جدي او تاریخې دریځ کولای شو افغانستان ته د امریکا دغه ګستاخ راتګ ټکنې او ځنډنې کړی بلکې که د مسلمانانو نه د چین او هند ویره نه وه امریکا به د اوولس کلن حضور او جنګ چانس نه وه پیدا کړی.
که انسان د عراق او افغانستان او په مجموع کې د عربي سیمې اوضاع ته نظر واچوی نو دا په کې له ورایه ښکاري چې د ۲۱ پیړۍ په سر کې دنیا ډیره بدله شوه یواځینې هیوادونه چې دریځ او سیاست معلوم او مستقل دی هغه امریکا او اروپایې هیوادونه دي پاتې شرقیان هومره ترهیدلې او حاشیه کې روان دي چې نه د امریکا پر خلاف دریدای شي او نه د امریکا د مخالفینو سره تللې شي، دې سیاست شرق ته د جګړو او تجاوز د کوربه توب ذلت وربښلی دی.
روسیه نظر خپلو تیرو سوابقو ته او بیا دا چې امریکا هغه په اوکراین کې وچیړله، روسیې پای د امریکا پر ضد خپله حریفي له سره کړه ولې پاتې شرقیان پکې د امریکا د تجاوز فلم کړۍ په کړۍ ګوری او د ځان اندیښنه ده ورسره منم چې غرب په ننې عصر کې څوک د شوروی په مقدر نشي اخته کولای ولې د عراق مسلسل بې امني او د افغانستان ۱۷ کلن جنګ وښودله چې د سیاسی اسلام په پرتله د غرب او د امریکا د دیموکراسی او یو قطبه نظام پای ډیر ناکام او مات ښکاری.
که د امریکا د ایله جارو حکمرانانو تور پوښ په اسلامي نړۍ کې د ملتونو له سره لیری شي بیا به امریکا او نړۍ ټول پوه شي چې د دې سیمې پر سر د امریکا سره د کرکې او نفرت اتومو سپیر څوک نه په جنګ څیرولې شي او نه هم په ډالرو.