کابل: قطر ناستې ته د تلونکې پلاوي سفر ځنډېدلی

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۹ وری، ۱۳۹۸ل): قطر ناستې ته د تلونکي پلاوي ننی سفر ځنډیدلی دی.

نن ټکی اسیا ته د قطر هیواد یوې سرچینې وویل چې د دوی الوتکې ته اجازه نه ده ورکړل شوې تر څو کابل ته سفر وکړي او له هغه ځایه د غونډې ګډونوال دوحې ته را ورسوي.

بلخوا په کابل کې ځینو سرچینو ویلي چې لا هم د قطر او افغان حکومت تر منځ د نوملړ او همداسي نوري تخنیکې ستونزې شته چې له امله یې د ګډونوالو سفر ځنډېدلی دی خو لا معلومه نه ده چې غونډه هم ځنډېدلې او که به د ګډونوالو سفر د یوې ورځې په ځنډ پر ۱۹ اپریل وشي. غونډه پر ۲۰ او ۲۱ پلان شوې ده.

نن ټکي اسیا ته په کابل کې یوې دولتي سرچینې د نورو معلوماتو ورکولو څخه په ډډه وویل چې همدا اوس په ارګ کې په دې اړه ناسته روانه ده، او په وینا یې لا څرګنده نه ده چې څه پرېکړه به وشي خو د طالبانو له لوري د حکومت د نوملړ ردولو موضوع یې کیدای شي یوه برخه وي.

تېره ورځ طالبانو د حکومت هغه ۲۵۰ کسیزه نوملړ رد کړ چې د حکومت له لوري اعلان شوی وو.

باید وویل شي چې د غونډې کوربنو د افغانستان څخه بهر د میشتو افغان ګډونوالو لپاره له مخکې لا ټکټونه کړې او هغوی ته لیږلي دي، تمه ده چې تر سبا پوري اکثره ګډونوال قطر ته ورسیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د