بلوچستان: ۱۴ تنه مسافر وژل شوي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۹ وری، ۱۳۹۸ل): نن د پنجشنبې په شپه ناوخته د کراچي او ګوادر پر لویه لار د مکران په سیمه کې د مسافر وړونکو بسونو څخه کسان کښته شوي او وژل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو په حواله دغه پيښه د پنجشنبې په شپه پر ۱۲ نیمې بجې د مکران پر ساحلې لاره باندي هغه وخت را منځته شوه کله چې شاوخوا ۱۵ وسلوالو کسانو د ګوادر او کراچي پر لاره سفر کوونکي ۶ موټر ودرول او د شناخت کارډ په کتلو سره یې ۱۴ تنه له موټرو کښته کړي او بیا اعدام کړي دي.

رسنیو د وژل شویو کسانو هویت نه دی په ډاګه کړی خو ګمان کیږي چې ټول به پنجابیان وي، ځکه چې مخکې هم په بلوچستان کې ورته پيښې شوي دي.

په کال ۲۰۱۵ کې هم نامعلومو وسلوالو د مستونګ په سیمه کې د کراچي او کوټې تر منځ د بسونو څخه د شناخت کارډونو په کتلو سره کسان کښته کړي وه او بیا یې ۱۹ تنه اعدام کړي وه.

تر اوسه د پيښې مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو ګمان کیږي چې دغه کار به د بلوچ نیشنل آرمي په نامه وسلوالې ډلې کړی وي، څوک چې د پاکستان څخه د بلوچستان ازادي غواړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د