له نړیوال جام څخه وړاندې د افغان لوبډلې په اړه څو پوښتنې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ وری، ۱۳۹۸ل): د پنځوس اوریزو نړیوال جام لپاره چې د مۍ میاشتې په دیرشمه نېټه پېل کیږي بېلا بېلو لوبډلو خپل پنځلس کسیز نوملړ اعلانوي چې په عام ډول د لوبډلې زیات تمرکز پر چټک توپ اچونکو وي.

د افغانستان لپاره دا دویم نړیوال جام دی چې ګډون په کې کوي خو په ۲۰۱۸م کال کې د یادې لوبډلې کارکردګۍ او د سوکه توپ اچونکو جادويي توپ اچونې یې نورو لوبډلو ته د خطر زنګ وواهه.

که څه هم هره لوبډله د یاد جام لپاره پر چټک لوبغاړو ډير تمرکز کوي خو سره له دې به هم د افغان لوبډلې پياوړتیا په سوکه توپ اچونکو کې نغښتې وي.

  • افغان لوبډلې د ایرلینډ پر وړاندې په پنځه یو ورځنیو سیالیو کې بېلا بېل لوبغاړي وازمویل، په پرانیستي توپوهونکو کې یې څلور لوبغاړي حضرت الله ځاځی، محمد شهزاد، جاوید احمدي او نور علي ځدران وازمویل.

په دې کې د شهزاد او ځاځي جوړه تر ډیره غوره وه، خو ایا نور علي کولای شي په ټاپ ارډر کې ددوی مرسته وکړي او که به رحمت شاه یو وار بیا د لوبډلې د ملا تیر په څېر لوبیږي؟

د افغان لوبډلې دوییز یا ریګولر اوپنر توپوهونکي به څوک وي؟

حضرت ځاځی او شهزاد

شهزاد او نور علي

نور علي او ځاځی

رحمت شاه او شهزاد

ځاځی او رحمت شاه؟

  • په تېره نږدې کې د افغانستان کرېکټ بورډ د ملي لوبډلې لپاره په حیرانونکي ډول نوی لوبډلمشر (ګلبدین نائب) وټاکه، چې محمد نبي او راشد خان پرې ناخوښ وو، که څه هم اوس دغه پریکړه وروستۍ ده، خو د لوبډلمشر بدلون به نړیوال جام کې پر لوبډله بد اغیز وکړي؟

هو، اصغر افغان د ملي لوبډلې د بریا راز و؟

نه، ګلبدین نائب د لوبډلمشرۍ لپاره چمتو دی.

  • د افغان لوبډلې تر ټولو ستره ځواکمنتیا پر سوکه توپ اچونکو ده، چې په نړیواله کچه منل شوي توپ اچونکي لري، خو د انګلستان حالت ته پر کتلو د چټک توپ اچونکو لوبول تر ټولو زیات مهم دي، په ځانګړي ډول کله چې اسمان وریځ او پيچ کې توپ تاوییږي، په عام ډول افغان لوبډله د دولت ځدران، افتاب عالم او لوبډلمشر نائب په څېر لایق توپ اچونکي لري، خو کوم توپ اچونکی به په احتیاطي ډول له نوموړو سره مرسته وکړي؟

شاپور ځدران، حمید حسن، کریم جنت او که سید شیرزاد؟

  • معلومه ده چې افغان لوبډله په نړیوال کچه منونکي ویکټ سوځونکي سوکه توپ اچونکي لري، مجیب په لومړیو اورونو کې، راشد او نبي په وروستیو اورونو کې غوره ثابتیدلای شي، دغه درې سوکه توپ اچونکو په تېرو دولسو میاشتو ۵۴ ویکټې اخیستي، په داسې حال کې چې چټک توپ اچونکو یوازې ۲۶ ویکټې اخیستې دي، نو ایا افغان لوبډله به پر سوکه توپ اچونکو تکیه وي؟

هو، دوی د لوبډلې په بریا کې مهم رول لوبوي.

نه، افغان لوبډله یوازې پر دوی منحصره نه ده بلکې ډیر پرمختګ یې کړی.

  • مجیب ځدران چې اوسمهال د هند په غوره لیګ سیالیو کې لوبیږي، وړمه ورځ د ډګر ساتنې پرمهال پر اوږه ټپي شو، چې د لوبډلې په وینا یې نوموړی به له یوې یا دوه سیالیو بهر وي، خو افغان لوبډله به د نوموړي لپاره کوم لوبغاړی بدیل وټاکي؟

شرف الدین اشرف که قیس احمد؟

یاده دې وي چې افغان لوبډلې پخوا خپله ۲۳ کسیزه لوبډله د تمریناتو په موخه سویلي افریقا ته لیږلې ده، چې په راتلونکې نږدې کې به د نړیوال جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د