د چمپینز لیګ تر ټولو په زړه پورې سیالۍ؛ مانچسټر سیټي لوبډله بهر شوه –ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ وری، ۱۳۹۸ل): د اروپا اتلان لیګ په کواټر فاینل سیالیو کې تېره شپه د مانچسټر سیټي او ټوتنهام هاټسپر لوبډلو ترمنځ په زړه پورې سیالۍ ترسره شوه.

ددغې سیالۍ په لومړۍ ۲۱ دقیقو کې پنځه ګولونه ووهل شول، چې مانچیسټر سیټي درې او ټوتنهام دوه ګولونه ووهل، لومړی ګول د مانچسټر سیټي لپاره انګلستاني لوبغاړي رحیم سټرلینګ په ۵مه دقیقه کې وواهه، په ۱۱مه دقیقه کې دویم ګول برنانډو سیلوا او په ۲۱مه دقیقه کې یو وار بیا رحیم سټرلینګ دریم ګول وواهه.

له بل اړخه د ټوتنهام لوبډلې لپاره سویلي کوریایي لوبغاړي سون هیونګ مین په ۷مه او ۱۰مه دقیقه کې پرلپسې دوه ګولونه ووهل، چې په همدې ډول د لوبې لومړۍ نیمایي په ۳-۲ او د اګریګیټ قانون له مخې په ۳-۳ پای ته ورسید.

د دویمې نیمايي په پېل سره مانچسټر سیټي په ۵۹مه دقیقه کې ګټونکی ګول وواهه، خو د ټوتنهام لخوا په ۷۳مه دقیقه کې فرنانډو لورینټی ګول وواهه، په دې سره ګولونه د سیټي په ګټه ۴-۳ وو، خو د اګریګیټ قانون له مخې چې ټوتنهام د مانچسټر سیټي په کور کې ۲ ګولونه وهلي وو، ګټه هم په (۴-۴) د ټوتنهام وه، په ۹۳مه دقیقه کې د مانچسټر سیټي لخوا رحیم سټرلینګ ګټونکی ګول وواهه خو د مرستیال ویډیو لوبڅار (VAR) له مخې آف سایډ ورکړل شو او شوی ګول لغوه اعلان شو، چې د مانچسټر سیټي لوبغاړو او مینوالو زړونه یې مات کړل.

د مانچسټر سیټي او ټوتنهام لوبې لنډیز:

په دې سره مانچسټر سیټي د اروپا اتلانو لیګ له سیالیو بهر شوه او ټوتنهام په لومړي وار نیمه پایلوبې ته لار وموندله، په نیمه پایلوبه کې به د ایاکس لوبډلې پر وړاندې به د روانې اپریل میاشتې په دیرشمه نېټه مخ کیږي.

له بل پلوه د لیورپول او پورټو لوبډلو ترمنځ یوطرفه لوبه ترسره شوه، چې لیورپول پورټو ته په ۴-۱ (۶-۱ اګریګیټ) ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته ووتله، لیورپول به د بارسلونا پر وړاندې د اپریل په ۳۰مه نېټه نیمه پایلوبه ترسره کوي.

د لیورپول او پورټو لوبې لنډیز:

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د