جنتونه او د هغوی نعمتونه! «درېیمه برخه»

لیکنه او راټولونه: م. حمد الله «دانشمند»

د جنت ښکلې ماڼۍ، خېمې، د هغوی وچتوالی او ځلا! :

لوړ رتبه جنتيانو ته به دومره دنګې، وچتې او ځلانده ماڼۍ ورکړل شي، چې د یوه جنتي ماڼۍ به نورو ته داسې برېښې لکه د اسمان په کنارو کې پړکنده ستوری. له نبوي روایاتو سره سم، دا به د نبیانو او د هغوی د ريښتینو امتیانو د هستوګنې ځایونه وي. د هغوی له ډلې نه د ابو بکر الصدیق او عمر الفاروق رضی الله تعالی عنهما په څرګند ډول یادونه شوې. دا راز به هغو جنتیانو ته هم یادې اسمان څکې ودانۍ ورکړل شي؛ کوم چې په دنیا کې یې یو له بل سره مینه او محبت د الله – جل شانه – له پاره وي او بس.

په جنتونو کې تر ټولو ستره درجه د «وسیلة» په نامه یاده شوې، چې تر ټوله نړۍ و غوره شخصیت، محمد رسول الله – صلی الله علیه و اله وسلم – ته ځانګړې شوې، کوم چې موږ یې د اذان په دعا کې له الله پاک نه، هغه علیه السلام ته غوښتنه کوو:

« … آت محمد الوسیلة … »

دجنت بنیادي جوړښت:

د جنت بنیادي جوړښت، یوه د سرو، یوه د سپینو خښته ده، خټه/سرېښ یې مښک، رېګ یې ملغلري او یاقوت، خاوره یې زعفران دي.

«جنت عدن» الله پاک په خپله جوړ کړی، یوه خښته یې له سپینې ملغلرې، بله یې د سرو یاقوتو، بله یې له زرغونو زبرجدو؛ خټه یې مښک، رېګ یې وړې ملغلرې او واښه یې زعفران دي!

په جنت کې داسې قصرونه هم شته، چې داخل یې له خارج او خارج یې له داخل نه لېدل کېږي.

په جنت کې داسې ماڼۍ هم شته، چې د دروازو او چت په ګډون؛ ټول جوړښت یې له یوې ملغلرې نه شوی.

د جنت د ودانیو ځینې چتونه به د نور وي، د تېزي برېښنا په څېر به پړکېږي؛ خو بیا هم به یې د جنتيانو سترګې د کتو وړتیا لري.

یوه جنتي ته به الله پاک یوه ښکلې ماڼۍ ورکړي، چې په هغې کې به ۷۰ کوټې شتون ولري، په هره کوټه کې به یوه لوی سترګې جنتي حوره (ښځه) ناسته وي، په هره کوټه کې به ۷۰ دروازې شتون لري؛ له هرې دروازې نه به بېلې بېلې جنتي معطرې وږمې را ننوځي!

په جنت کې داسې بالا خانې هم شته، چې په هوا کې به قرار لري، هستوګن به یې د مارغانو په څېر په الوت ورخېژي!

د جنت خېمې:

په جنت کې خېمې هم شته، په ایتونو او ډېرو نبوي ملغلرو کې ترې یادونه شوې. جنتي خیمه به له یوې داسې قیمتي ملغلري نه جوړه وي، چې ۶۰ میله جګوالی به لري؛ په یاده خېمه کې به د هغه د کورنۍ جنتي غړي مېشت وي، چې ځینې به یې نور، د هغې د ستروالي له امله نشي ليدلای.

یوه خېمه به له یوې ځلاندې ملغلرې نه جوړه وي، یو فرسخ په یو فرسخ فاصله کې به وي، ۱۰۰۰ د سرو زرو دروازې به ولري، یو ځانګړی حلقوي ۵۰ فرسخه (شاوخوا: ۲۵۰ کیلو متره) دېوال به پرې را تاو وي، له هرې دروازې به یو ملک الهي سوغات ورته ډالۍ کوي.

په جنت کې به د یو مومن له پاره یوه خیمه له یوې ملغلرې نه پنځول شوې وي، اوږدوالی به یې ۶۰ میله وي، په هغې کې به د هغه د کور جنتي غړي وي، چې نوموړی به پر واړو را تاوېږې، د هغوی ځینې به نور د یادې خېمې د لوی والي له امله نشي لیدلای.

دا راز روایت کې راغلي: یوه خیمه به یوه ځلانده ملغلره وي، ۷۰ دروازې به لري، هر دروازه به یې هم له ملغلرې نه پنځول شوې وي.

د جنت خاوره، سپینه نرمه، ځینې خالص مښک او ځینې زعفران دي؛ رېګ یې ملغلرې او یاقوت، خټه یې هم مښک دي.

که د جنت دومره اندازه، چې یواځې پر نوک ځايېږي، دنیا ته را څرګنده شي؛ نو ځلا او ښکلا به یې له زمکې تر اسمانه ټوله فضا حسینه، زرینه او رنګینه کړي.

سرچینه: [خلاصه او غوړچان له (البدایة والنهایة: ۲۰/ ۷۴-۹۱)].

ــــــــــــــــــــــ

یادونه:

– یو فرسخ شاوخوا، ۳ میله/ ۵ کیلو متره اټکل شوی.

– په دنیا کې که څه هم دنګې او وچتې ماڼۍ شته؛ خو د جنت د رنګینو، ثمینو او حسینو ماڼیو په مقابل کې د یوې ذرې او یوه وېښته ارزښت هم نه لري.

– دنیوي ټوله ښکلا، هستي او شتمني د بېلا بېلو بدلونونو تر څنګ؛ له ټولو برخوالو سره د عدم (نیستي) پر لور کوچېږي!

– د یاد کتاب د ټاکلو مخونو په ترڅ کې له ځینې هغه کړنو نه پرده پورته شوې، چې پر مټ یې د جنت یاد نعمتونه تر لاسه کېږي؛ د بېلګې په توګه: د الله پاک په لاره کې سپېڅلی جهاد، د الله پاک له پاره له یو مومن ورور سره مینه او محبت؛ د اذان ځواب او له هغه نه وروسته مسنونه دعا؛ په ټولو پیغمبرانو د زړه له تله ایمان لرل؛ په کړاوونو، دردونو او غمیزو ژغم او حوصله او … یادولای شو!

زړه ته راتېرو لوستونکو! د الله پاک د دې سترو او تلپاتو نعمتونو د موندنې له پاره په الهي عباداتو کې پوره برخه واخلئ! تر څو مو راتلونکی ښېرازه، هوسا او ښکلی وي.

– الله پاک – جل و علا شانه – دې یاد نعمتونه په خپل بېساري فضل او کرم سره را په برخه کړي! درنو لوستونکو! د زړه له تله پرې امین ووایاست؛ ګوندي الله پاک مو دعا قبوله کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د