سريلنکا د نوي لوبډلمشر سره نړيوال جام ته لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۹ وری، ۱۳۹۸ل): د سريلنکا کرېکټ بورډ او غوراوي کميټې د راتلونکي نړيوال جام لپاره په پخوانيو لوبغاړو سمبال پنځلس کسيزه لوبډله اعلان کړه.

سريلنکا لوبډلې په داسې حال کې د لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ چې چې وړمه ورځ يې نوی لوبډلمشر وټاکه، له دې وړاندې لاست ملينګا لوبډلمشر و، نوموړي يوازې د سويلي افريقا پر وړاندې سيريز کې لوبډلمشري وکړه.

ديموت کرونارتنې چې له دې وړاندې يې يو ورځنۍ لوبې په ۲۰۱۵م نړيوال جام کې ترسره کړې وې او له هغې وروسته له لوبډلې بهر و په حيرانونکي ډول لوبډلمشر وټاکل شو.

همدا ډول سريلنکا لوبډلې ځينې نور داسې لوبغاړو ته د لوبډلې په نوملړ کې ځای ورکړی چې له ۲۰۱۵م نړيوال جام څخه وروسته يې کومه سيالۍ نه ده ترسره کړې.

سربېره پر دې په دغه لوبډله کې درې چټک توپ اچونکي، ورسره درې داسې آلراونډران (اسورو اودانا، انجليو ميتيوز او تيسارا پريرا) چې چټکه توپ اچونه هم کولای شي، او درې نور داسې آلراونډران چې سوکه توپ اچونه کوي شامل کړي دي.

د سريلنکا پنځلس کسيزه لوبډله په لاندې ډول ده:

Dimuth Karunaratne (c), Avishka Fernando, Lahiru Thirimanne, Kusal Perera, Kusal Mendis, Angelo Mathews, Dhananjaya de Silva, Jeffery Vandersay, Thisara Perera, Isuru Udana, Lasith Malinga, Suranga Lakmal, Nuwan Pradeep, Jeevan Mendis, Milinda Siriwardana

د يادونې ده چی سريلنکا شپږمه لوبډله ده چې د نړيوال جام لپاره لوبډله اعلانوي، له دې وړاندې نيوزيلنډ، استراليا، هندوستان، انګلستان او بنګلديش لوبډلې اعلان کړي، ټاکلې ده چې پاکستان او سويلي افريقا به هم نن لوبډلې اعلان کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د