افغانستان رسنیزې ازادۍ کې درې درجې شاتګ کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل): د بې پولي راپورټرانو سازمان وايي افغانستان په رسنیزه ازادۍ کې د نړۍ په سطحه درې درجې شاته تللی دی.

د دې سازمان د راپور له مخې افغانستان په یوه کال کې درې درجې شاتګ کړی او په ۱۸۰ هېوادونو کې له ۱۱۸ ځای څخه ۱۲۱م ځای ته تللی دی.

دا سازمان هر کال په نړۍ کې د رسنیزې ازادۍ په اړه راپور خپروي، چې افغانستان يې په تازه راپور کې د نورو عواملو تر څنګ د نا امنۍ له امله هم شاته کړی دی.

د سرچینې په وینا په یو کال کې د شاوخوا ۱۶ تنو رسنیزو کارکوونکو وژل کېدل او د رسنیو لپاره ترینګلی حالت هغه څه دي چې افغانستان پکې د تېر کال تر لاسه کړی ځای هم ونه‌شو ساتلی.

د بې پولي رپورټرانو سازمان راپور کې لومړۍ درجه ناروي، دویمه فنلینډ او درېیمه سویډن خپله کړې ده.

د یاد راپور له مخې په ۱۸۰ هېوادونو کې پاکستان هم ۱۴۲م ځای نیولی دی.

سرچینې افغان حکومت په رسنیزه برخه کې پړ بللی او پر دې يې تورن کړی چې د رسنیز ډګر خوندیتوب او پرمختګ ته يې پام نه دی کړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د