یو تن د خپل واده ټول لګښت یو روزنتون ته ورکړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل): د عطاءالله ویسا په نوم یو تن چې د پوهنې برخه کې له څو کلونو راهیسې فعالیت کوي، د خپل واده ټول لګښت یو روزنتون ته ورکړی دی.

هغه چې تېره اوونۍ يې کندهار کې د واده مراسم ترسره کړل، ښايي واده يې په ټول هېواد کې ساده نمونه پاتې شي.

ویسا وايي، د خپل واده لپاره يې ټولې ۲۴۰زره افغانۍ برابرې کړې وې، چې ټولې يې د اسراء په نوم یو روزن‌ځای ته سپارلې دي.

هغه وايي واده کې يې یوازې یو څو مېرمنې راټولې وې، نه غواړي خپلې پیسې یوازې د ځان لپاره مصرف کړي.

عطاءالله الله ویسا د هېواد ګوټ ګوټ ته د ښوونځيو د کیفیت ښه کېدو او له زده کوونکو سره د خپل وس مطابق د قرطاسيې مرستې لپاره سفرونه کړي دي.

د اسرا‌ء روزنتون مشر مجیب الرحمن لحاظ د هغه دا اقدام ستایلی او په وینا يې په دې ډول همکاریو د یو بل لاس نیولی شو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

افرین او سل افرینه ! د واده کلچر په اافغانستان کې هیڅ اسلامي بڼه نلري ټول هندي فاسد کلتور دی چې انتي اسلامي پښتني او افغاني ده افرین او سل افرینه په ویسا باندې ! که ویسا خپله پته دلته راکړي د ښوونځویو په برخه کې به مونږ هم مرسته ور سره وکړو ! الله د اباد لره ویسا صیب !